د هرمز تنګي لپاره د امنیتي ګامونو اعلان: امریکا غواړي د تیلو لوړې بیې راټیتې کړي

متحدو ایالتونو اعلان کړی هغه اقدامات به ترسره کړي چې د تیلو د بیو د لوړېدو مخه ونیسي او د نړیوالو اسهامو هغه مارکیتونه باثباته کړي چې په تېرو پنځو ورځو کې د ایران له خوا د هرمز په تنګي کې پر کښتيو د بریدونو له امله ګډوډ شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د پنجشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي:“د ټرمپ اداره به د امریکا د انرژۍ برلاسی لا پیاوړی کړي او وینزویلا کې به زمونږ د تیلو د نوې موندل شوې سرچینې څخه ګټه واخلي. سربېره پر دې، ولسمشر ټرمپ اعلان کړی چې د امریکا پرمختیایي مالي اداره به د سیاسي خطر بیمه د هغو تیل وړونکو او بار وړونکو کښتيو لپاره په مناسب قیمت برابره کړي چې د خلیج په سیمه او شاوخوا کې فعالیت کوي.”

هغې دا هم وویل چې ولسمشر ټرمپ مخکې اعلان کړی و که اړتیا پېښه شي، د امریکا سمندري ځواک به د هرمز له تنګي څخه د تیلو ټانکرونه د خوندیتوب دپاره بدرګه کړي.

د پنجشنبې په ورځ د نړۍ د تیلو بیې لا هم لوړې شوې او دې کار نړیوال مالي بازارونه هم اغېزمن کړي، چې په پایله کې د نړۍ پر اقتصاد هم اغېز لري.

د هرمز د تنګي لاره د فارس خلیج یوه مهمه ستراتیژیکه سمندري لاره ده چې د ایران د سویلي ساحل ترڅنګ موقعیت لري. د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې، کله چې د امریکا او اسرائیل ګډ پوځي عملیات د ایران پر ضد پیل شول، په دې تنګي کې په څرګند ډول د کښتيو تګ راتګ کم شوی دی.

دغه وضعیت د نړۍ د انرژۍ شاخص د (برینټ کرود اویل) یا خامو تیلو بیه تر ۲ سلنې لوړې کړې دي چې شاوخوا د هر بیرل په سر بیه ۸۳ ډالرو ته رسېدلې ده، او د امریکا خامو تېلو بیه هم په یو بیرل شاو خوا ۷۶ ډالره ده.

دا ټول پرمختګونه داسې مهال رامنځته کېږي چې د امریکا او ایران شخړه د سیمې نورو برخو ته هم غځېدلې ده، چې له امله یې په امریکا، اروپا او اسیا کې د اسهامو بیې بې ثباته شوې او د نړیوالې سوداګرۍ لارې ګډې شوې دي.

لیویټ وویل:
“په پای کې به د انرژۍ صنعت به د ایران په اړه د ولسمشر له اقداماتو ګټه واخلي، ځکه ایران به نور د هرمز تنګي کنټرول نه کړي او د انرژۍ ازاد جریان به محدود نه کړي، دا تنګی د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنې تیلو دپاره د تېرېدو مهمه لاره ده.”

اوس پانګوالو دیته پام اړولی دی چې ایا د تیلو ټانکرونه به وکولای شي بېرته د هرمز له تنګي څخه تګ راتګ پیل کړي که نه، ځکه د نړۍ د ورځنيو تیلو او مایع طبیعي ګازو شاوخوا ۲۰ سلنه د همدې لارې لېږدول کېږي.

د سیمې په شاوخوا کې پر څو ټانکرونو بریدونه شوي چې له امله یې د ټانکر مالکینو او د سوداګرو د بار وړلو بهیر د لنډمهال دپاره درولی دی.

د سیمې شاو خوا پر څو څو ټانګرونو بر یدونه شوي دي چې له امله یې د ټانګر مالکینو او سوداګرو د لنډ مهال دپآره درولی دي