د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ د چهارشنبې په ورځ وینزویلا ته ورسېد چې له سرپرست مشرانو سره وویني. د هغه اصلي پاملرنه به د دغه هېواد د تېلو او ګازو پر صنعت متمرکزه وي.
رایټ د خپل سفر نه مخکې، خبریالانو ته وویل چې غواړي په وینزویلا کې د انرژۍ د اوسني تولید وضعیت درک کړي. دا پداسې حال کې ده چې د ټرمپ اداره هڅه کوي د هېواد د تېلو صنعت بیا ورغوي او صادرات زیات کړي.
رایټ پولیټیکو ته وویل چې هغه به د وینزویلا له سرپرستې مشرې ډیلسي رودریګز سره وګوري، او غواړي د هېواد د دولتي تېلو شرکت «پترولئوس دي وینزویلا» د مدیریت د لا بهترولو په اړه خبرې وکړي.
ټاکل شوې وه چې هغه د خصوصي تېلو د شرکتونو له اجرائیوي چارواکو سره هم وګوري.
د وینزویلا لپاره د امریکا لوړپوړې استازې لورا دوګو د رایټ له سفر څخه هرکلی وکړ.
هغې د اېکس په ټولنیزې شبکې کې ولیکل چې د امریکا خصوصي سکتور به د تېلو د سکتور د پیاوړتیا، د برېښنا شبکې د عصري کولو او د وینزویلا د ظرفیت او وړتیاو دپاره د لارې د هوارولو مهم رول ولوبوي.
وینزویلا تېره میاشت یو قانون تعدیل کړ څو له وینزویلا څخه د تېلو د تولید او پلور کنټرول د تېلو خصوصي شرکتونو ته ورکړي، او د امتیازي حق د پیسو کچه محدوده کړي چې شرکتونه یې باید پر تېلو ورکړي.
دغه قانون همدارنګه اجازه ورکوي چې شخړې د وینزویلا د محکمو پر ځای به د خپلواکو محاکمو له خوا هوارې شي.
دا بدلونونه د دې لپاره شوي چې د تېلو په صنعت کې بهرنی پانګونه وهڅول شي.
متحده ایالتونه د وینزویلا د تېلو پر صنعت لګول شوي بندیزونه نرم کړي، چې پکې د وینزویلا د تېلو د صادراتو، پلور، زېرمه کولو او لېږد پورې اړوند د ځینو مخکنیو منع شویو چارو اجازه هم پکې شامله ده.
د رايټ دا سفر د امریکا د ځواکونو له هغو عملیاتو نه وروسته تر سر کیږي چی د جنورۍ په لومړیو کې تر سره شول او په نتیجه کی يې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ونیول شو او نیویارک ته ولېږدول شو څو د نشهيي توکو سره په تړاو د ترهګرۍ او نورو تورونو په تور محاکمه شي. نیکولاس مادورو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د بی ګناهۍ ادعا کوي.