د امریکا په ځینو ایالتونو کې د منځمهاله ټاکنو د رایو شمېرل پیل شوي

د متحدو ایالتونو په منځمهاله ټاکنو کې د ځینو ایالتونو د رایو شمېرل پیل شوي دي. جمهوري غوښتونکي او ډیموکرت دواړه ګوندونه د نتیجې په تمه دي چې کوم ګوند به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په وروستیو دوو کلونو کې په کانګرس کې د سنا او استازو جرګې کنټرول ترلاسه کړي.

د لومړنیو پایلو له مخې، د استازو جرګې غړی مایک کولینز په مقابل کې د جورجیا ایالت د ډیموکراټ سناتور جان اوساف د بري اټکل شوی دی.

د الاسکا، آیوا، مېن، میشیګن، اوهایا او ټکساس ایالتونو پایلې هم ددې لپاره مهمې ګڼل کیږي چې کوم ګوند به په سنا کې اکثریت وګټي.

په ایلینوی ایالت کې د سنا د خالي څوکۍ لپاره ډیموکراتې نوماندې جولیانا سټراټن بریا خپله کړې، او په نیوهمپشایر ایالت کې ډیموکرات کریس پاپاس بریالی شوی دی. د فلوریډا ایالت برحالې جمهوري غوښتونکې سناتورې اشلي موډي بیا د ډیموکرات ګوند کاندیدې انجي نیکسن ته ماتې ورکړې ده.

همدارنګه، د ویرجینیا سناتور مارک وارنر، د ماساچوسټس سناتور اېډ مارکی، د روډ ایلنډ سناتور جک ریډ او د نیوجرسي سناتور کوري بوکر، چې ټول د ډیموکراټ ګوند غړي دي، د شپږو نورو کلونو لپاره بیا ټاکل شوي دي.

د امریکا په ټولو ۵۰ ایالتونو کې د رایې ورکولو مرکزونه په ځایي وخت ماښام تړل کېږي، او پایلې یې په راتلونکو ساعتونو او کله ناکله په راتلونکو څو ورځو کې اعلانېږي.

د میاشتو کمپاینونو وروسته، د امریکا په بیلابیلو برخو کې کاندیدان د نومبر دریمې په تمه وو څو رایه ورکوونکي په منځمهاله ټاکنو کې رایه ورکړي.

ددې ټاکنو وروستۍ نتیجه به معلومه کړي چې د ولسمشر ټرمپ په راتلونکو دوو کلونو کې کوم ګوند د کانګرس کنټرول ترلاسه کوي.

د امریکا د استازو جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ او د سنا په جرګه کې له ۱۰۰ څوکیو څخه ۳۵ څوکۍ د ټاکنو ته وړاندې شوې دي.

د ټرمپ جمهوري غوښتونکي ګوند د ټاکنو څخه مخکې په دواړو مجلسونو کې په لږ توپیر اکثریت درلود، په داسې حال کې چې دیموکرات ګوند هیله لري چې کافي څوکۍ په د خپل ګوند په ګټه واړوي څو بېرته مقننه قوې کنټرول ترلاسه کړي. 

جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو چارواکو د سه‌شنبې په ورځ د رایې ورکولو له پیل وروسته خپل ډاډ څرګند کړ.

ولسمشر ټرمپ فاکس نیوز ته وویل، "زما په اند پایلې به ستاسو له فکر څخه غوره وي." او د سنا د ډیموکراتانو مشر چک شومر د خپلې رایې ورکولو وروسته وویل، "موږ به نن شپه ټاکنې وګټو."

د سنا د کنټرول لپاره د الاسکا، ایووا، کنساس، مېن، میشیګان، اوهایو، او ټکزاس په ایالتونو کې سیالي ډیره سخته روانه ده.

هغه کسان چې د سې شنبې په ورځ ټاکل کېږي، د جنورۍ په درېیمه به په کانګرس کې خپل دنده پیل کړي. 

په ډېرو ایالتونو کې رایه ورکوونکو وکولای شول چې د سې شنبې د ټاکنو له ورځې مخکې خپلې رایې ورکړي ځکه په ډېرو سیمو کې په حضوري شکل د رایې ورکونې او د پست د لارې د رایې د ورکولو امکانات مهیا شوي وو. د فلوریډا پوهنتون د ټاکنو لابراتوار په وینا، له ۶۰ میلیونو څخه زیاتو خلکو د سه شنبې له ورځې مخکې رایې ورکړې دي. 

د امریکا د کانګرس د ټاکنو سربیره، د ۵۰ ایالتونو له ډلې په ۳۶ ایالتونو کې د والي، د ایالت په کچه د مقننه قوې او نورې سیمه ایزې ټاکنې هم کیږي.

جمهوري غوښتونکو همدارنګه د نن ورځې تر ټاکنو مخکې د ایالتونو د والیانو د شمیر له اړخه هم یو څخه مخکې وو. د وروستی ځل چې دیموکراتانو د اکثریت د ترلاسه کیدو لپاره په کافي اندازه سیالۍ وګټلې د ۲۰۰۶ کال په ټاکنې وې.