روبیو د ایران پر وړاندې د "ماشې میکانیزم" د فعالولو د پروسې د پیل هرکلی وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو

د بریتانیا، جرمني او فرانسې لخوا د ایران پر وړاندې د ماشې میکانیزم د فعالولو د پروسې د پیل له اعلان وروسته، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې د دې پریکړې په اړه د دریو اروپایي قدرتونو هرکلی یې وکړ.

د مارکو روبیو له خوا په بیان کې، چې د پنجشنبې په سهار د ماشې میکانیزم د فعالولو د پروسې د پیل له اعلان څخه څو دقیقې وروسته خپور شو، ویل شوي: "نن سهار، فرانسې، جرمني او بریتانیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د (۲۰۱۵) کال د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له مخې یوه پروسه پیل کړه ترڅو د ایران په [اسلامي جمهوریت] باندې د ملګرو ملتونو بندیزونه بیا ولګول شي."

مارکو روبیو زیاته کړه چې د متحدو ایالتونو اروپایي متحدینو د ایران د اټومي ژمنو سره د "پام وړ نه اطاعت" په ښودلو سره د ماشې میکانیزم د پیل لپاره قوي اساس رامینځته کړی دی.

روبیو ټینګار وکړ چې دا درې اروپايي هیوادونه، که څه هم دوی کولی شي په ۲۰۱۹ کال کې د "ماشې میکانیزم" پروسه پیل کړي، پرځای یې "لومړی ژور تماس او د تعامل لاره تعقیب کړه" ترڅو ایران ته په ډیپلوماتیک ډول د خپلې اټومي پراختیا ستراتیژۍ څخه د وتلو لاره هواره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، په دې هڅو کې د دې دریو اروپایي هیوادونو د مشرتابه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: "موږ به په راتلونکو اونیو کې د دوی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نورو غړو سره کار وکړو ترڅو د [امریکا] د ولسمشر له لارښوونې سره سم، په ایران باندې د نړیوالو بندیزونو او محدودیتونو د بیا لګولو پروسه په بریالیتوب سره بشپړه کړو."

دریو اروپايي قدرتونو نن پنجشنبې د ایران پر وړاندې د ماشې میکانیزم د فعالولو پروسه پیل کړه.

د فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو د ایکس ټولنیزې شبکې د جلا جلا پیغامونو په خپرولو د ایران پر وړاندې د "ماشې میکانیزم" د فعالولو د پروسې د پیل اعلان وکړ.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نول بارو، په ایکس ټولنیز شبکه کې په یوه پوسټ کې ولیکل چې هغه، د بریتانیا او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو سره یوځای، "موږ په رسمي ډول د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ایران له خوا د (JCPOA) سره د هغه هیواد د ژمنو د پام وړ نه اطاعت په اړه خبر ورکړی او هغه پروسه مو فعاله کړې ده چې د ماشې میکانیزم په نوم پیژندل کیږي."

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې "د ایران د اټومي کړکیچونو زیاتوالی باید نور دوام ونلري.

دا د ډیپلوماسۍ د پای په معنی ندی: "موږ هوډمن یو چې د ایران سره د اړیکو لپاره د ۳۰ ورځو له مودې څخه ډیره ګټه پورته کړو. موږ د ډیپلوماسۍ لپاره ژمن یو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې ایران هیڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي."