د دونالډ ترمپ بری رسماً اعلانیږي

ټاکل شوې چې منتخب ولسمشر دونالډ ترمپ راروانه میاشت لوړه وکړي

نن دونالډ ترمپ رسمآ د امریکا د ولسمشر په توګه انتخابیږي.

ټاکل شوې چې په امریکا کې د جمهور رئیس د ټاکلو پلاوی (Electoral Colleges ) نن دوشنبه د ډسامبر په ١٩ دونالډ ترمپ رسماً د امریکا د متحدو ایالاتو د جمهور رئیس په توگه انتخاب کړي.

معمولاً د امریکا د جمهوري ریاست د کاندید د بریالیتوب اعلان رسماً په همدغه ورځ کیږي، خو دا اعلان ځکه تر نورو څه ناڅه فرق کوي، چې د ټرمپ په بري کې د روسیې د مرستو ادعاوې شوي دي.

ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي او د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې د جمهور رئیس د ټاکلو ۵۳۸ پلاوی دونالډ ترمپ او د هغه مرستیال ته رایه ورکړي او رسماً به ولسمشر وټاکل شي.

یوه خبره باید واضح شي چې دغه انتخابات د نوامبر د عمومي انتخاباتو نتیجه بدلولی رابدلولی نشي، بلکې دا تر ډېره یوه تشریفاتي بڼه لري.

په متحدو ایالتونو کې ۵۳۸ انتخاباتي حوزې یا رایې دي، چې د هر ایالت د نفوسو په تناسب فرق کوي. هر کاندید چې په عمومي انتخاباتو کې د دغو رایو اکثریت ۲۷۰ استازي وګټي، ولسمشر کیږي. خو ښاغلي ترمپ ۳۰۶ وګټلې دي.

په همدې حال کې داسې ادعاوې شته چې د روسیې انټرنټي هکرانو په انتخاباتو کې له دونالد ټرمپ سره مرسته کړې ده، خو د ټرمپ مطبوعاتي ډلې دا ادعاوې رد کړي دي.

د رویټرز اژانس وايي چې روسیې هم د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې ادعاوې رد کړي دي.

د نوامبر په انتخاباتو کې دونالډ ترمپ خپلې ډموکراتې سیالې هیلري کلنټن ته ماتې ورکړه او ټاکل شوې چې د ۲۰۱۷ په لومړۍ میاشت کې به د متحدو ایالتونو د ۴۵ ولسمشر په توگه لوړه وکړي.