د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین وایي له ټرمپ سره به ښې اړیکې ولري


په روسیه کې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات په ٢٠١٨ کال کې کیږي
په روسیه کې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات په ٢٠١٨ کال کې کیږي

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ولس ته په خپله کلنۍ وینا کې په یو غیر عادي دوستانه انداز ویلي چې مسکو د واشنگټن د راتلونکې ادارې سره ښه اړیکې غواړي او د دښمنانو نه بلکه د دوستانو د موندلو په لټه کې دی.

د رویترز اژانس وایي ښاغلي پوتین دمخه په پخپلو ویناو کې هڅه کوله چې پر لویدیځ په ځانگړې توگه پر متحده ایالاتو باندې گزارونه وکړي، خو دا ځل هغه له انتقادي څرگندونو ډډه کړې او د خپلې وینا زیاته برخه یې کورنیو ټولنیزو مسایلو او اقتصادي موضوعاتو ته ځانگړې کړې وه.

ښاغلي پوتین په کرملین کې د روسیې سیاسي مشرانو ته وویل "مونږ له هیچا سره مقابله نه غواړو. مونږ دې کار ته اړتیا نه لرو. مونږ دښمنان نه پیدا کوو، مونږ دوستانو ته اړتیا لرو".

د روسیې جمهور رئیس دا هم وویل "مونږ حاضر یو چې د امریکا د نوي حکومت سره همکاري وکړو. مونږ د نړیوال امنیت د تامینولو لپاره گډ مسولیتونه لرو".

د هغه په وینا د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ هر ډول همکاري باید دواړو خواو ته گټوره او برابره وي.

ښاغلي پوتین دمخه هیله څرگنده کړې وه چې ښایي منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ به د امریکا او روسیې ترمنځ شلیدلې اړیکې بیرته ورغوي. څیړونکي وایي داسې نه ښکاري چې ښاغلی پوتین دې د جمهور رئیس ټرمپ تر لوړې پورې د لویدیځې نړۍ ضد لفاظیو ته د پای ټکی کیږدي.

ښاغلي پوتین ویلي دي چې هیله من دی د نړیوال تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره د واشنگټن سره یو گډ تفاهم ته ورسیږي. د هغه دغه څرگندونې د سوریې جگړې ته یوه اشاره وه چې مسکو د جمهور رئیس اسد ملاتړ کوي او د امریکا اوسنی حکومت چې د خدمت دوره یې په پای ته رسیدو ده د بشارالاسد ضد یاغیانو پلوي کوي.

روسیه هیله منه ده چې منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ به روسیې ته په دې سیمه کې د آزاد چلند اجازه ورکړي او د اسلامي دولت د ډلې پر وړاندې جگړه کې به ورسره پوځي همکاري وکړي.

رویترز وایي د ښاغلي پوتین لهجه ښایي نرمه شوی وي، خو هغه بیا هم دا روښانه کړه چې روسیه به په پوره قوت د خپلو گټو د ساتلو هڅه وکړي. هغه وایي چې د خپل هیواد راتلونکې د بل چا له مشورې پرته پخپله جوړوي.

د روسیې خلکو ته د هغه پیغام دا و چې د سخت اقتصادي بحران دوره تیره شوی او اوس ددې وخت دی چې په زده کړو او روغتیایي چارو کې په پانگونې سره د ژوند معیار اوچت کړای شي.

په روسیه کې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات په ٢٠١٨ کال کې کیږي او هغه تر اوسه دا نه دي ویلي چې یو ځل بیا د جمهوري ریاست مقام ته کاندیدیږي او که نه. خو په پراخه توگه داسې بریښي چې ښاغلي پوتین به بیا هم کاندید شي.

XS
SM
MD
LG