په افریقا کې د چین پوځي حضور د امریکا پوځ اندېښمن کړی

امریکایي پوځ‌ وايي د چین دومره هلو ځلو سره سره بیا هم دوی خپل اغیز او روابط ساتلی شی

د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ ځينې مشران وايي چین د افریقا په لویې وچې کې د پوځ او سمندري ځواکونو د یوې شبکې جوړولو ته نژدې شوی دی.

په افریقا کې د امریکا د پوځ د قوماندې مشر جنرال سټیفن ټاونسېنډ د امریکا په سنا کې د وسله وال خدمت کمېټې ته وویل: « موږ پوهېږو چې چین غواړي په نړۍ کې د تاسیساتو یوه شبکه ولري. زما لویه اندېښنه د افریقا د اتلانتیک ساحل په اړه ده.»

چین په ۲۰۱۷ کې د افریقا په ختیځ ساحل کې د جیبوتي جمهوریت د «دوراليه» په سیمه کې خپل لومړی پوځي مرکز جوړ کړ او دې کار د امریکایي پوځ‌ اندېښنې راوپارولې. وايي د چین دا پوځي مرکز د امریکايي ځواکونو د «لیمونییر کمپ»‌ته بیخي نژدې جوړ شوی دی.

ښاغلي ټاونسېنډ وویل چې د دغه مرکز له جوړېدو وروسته چین په جیبوتي کې د نورو تاسیساتو د جوړولو په فکر کې دی.

هغه وویل:«دوی په تېرو دوو کلونو کې د سمندري ځواکونو د بېړیو د لنګر اچولو یو لوی او با ظرفیته ځای جوړ کړی چې له مرکز سره یې نښلي. په دغه ځای کې د دوی لویې بېړۍ لنګر اچولی شي او هوايي ترانسپورت او اتومي اوبتلونه یې هم کارولی شي.»

امریکايي چارواکي وايي اوس چین غواړي د افریقا په ختیځ ساحل کې په تانزانیا او د افریقا په اتلانتیک ساحل کې هم موجودیت ولري.

ښاغلي ټاونسېنډ زیاته کړه: «دا د چین تر ټولو لوی ګواښ دی. زه د هغه بندر په اړه خبرې کوم چې دوی په کې هم خپلې بېړۍ ترمیمولی او هم تجهیز کولی شي. »

تر ښاغلي ټاونسېنډ مخکې د امریکا ځینو نورو لوړ پوړیو پوځي چارواکو هم د چین د حضور د زیاتېدو او پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

تېره میاشت د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ د جنوبي قوماندې مشر کرایګ فالر خبرداری ورکړ چې چین په مرکزي او جنوبي امریکا کې د خپل حضور د زیاتولو هڅه کوي.

هغه وویل: «زه دغه ځای ته د رقابت د لومړۍ کرښې په سترګه ګورم.»

امریکايي چارواکي وايي بیجینګ په افریقا کې په لویه پیمانه پانګونه کوي او په تېرو لسو کلونو کې یې د پراختیا او زیربنا په برخو کې د ۶۰ میلیارد ډالرو د لګولو ژمنه کړې او همدغه راز یې دلته د خپلو سفارتونو شمېر ۵۲ ته رسولی چې د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارتونو څخه درې ځلې زیات دي.

د چین له لوري‌ د وسلو په پلورلو هم اندېښنې شته، خو بیا هم ښاغلي ټاونسېنډ وویل چې امریکا لا هم په داسې یو موقف کې ده چې خپل اغیز او روابط ساتلی شي.