ازبکستان افغانستان ته د صادراتي بریښنا بیه راټیټوي

افغانستان اوسمهال شاوخوا څلورسوه میګاواټه بریښنا یوازې له ازبکستان او تاجکستان څخه اخلي.

افغان حکومت وايي، ازبکستان پریکړه کړې، چې افغانستان ته د خپلې صادراتي بریښنا بیه په هر یو کیلوواټ بریښنا کې تر دوه نیمو امریکایي سنټو راټیټه کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د بریښنا د بیې د ټیټیدو پریکړه په هغه کتنه کې چې، جمهور رئیس محمد اشرف غني تیره شپه په ارګ کې افغانستان لپاره د ازبکستان د هیواد د ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشیف لرله، د ښاغلي ایرګاشیف له خوا جمهور رئیس غني ته اورول شوې ده.

اوس مهال ازبکستان پر افغانستان خپله هر کیلو واټ بریښنا په ۷.۵ سنټو پلوري.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ازبکستان به پر افغانستان باندې د راروانې جولای د میاشتې له پیل څخه په نوې بیعه بریښنا پلورل پیل کړي.

افغانستان د ژمي په دریو سړو میاشتو کې له ازبکستان څخه تر درې سوو میګاواټو پورې بریښنا اخلي، خو د پسرلي له پیل څخه د مني تر وروستیو د ازبکستان څخه د وارداتي بریښنا اندازه شاوخوا سلو میګاواټو ته راکمیږي او د ازبکستان پرځای افغانستان بیا له تاجکستان څخه د اونیمو میاشتو لپاره شاوخوا درې سوه میګاواټه بریښنا اخلي.

د افغانستان د بریښنا د شرکت ویاند وحیدالله توحیدي امریکا غږ ته وویل، چې د دې کار علت دادی، چې د ازبکستان پرتله تاجکستان په ارزانه بیعه پر افغانستان بریښنا پلوري.

کابلیان په ژمي کې د ازبکستان د بریښنا څخه کار اخلي او په پاتې دریو فصلونو کې بیا د تاجکستان د بریښنا څخه ګټه اخلي.

د بریښنا شرکت د وینا له مخې تاجکستان په ژمي ډیره بریښنا نه لري، چې بهر ته یې صادره کړي.

افغانستان لپاره د ازبکستان د هیواد ځانګړی استازی عصمت‌الله ایرګاشیف اوس مهال په کابل کې دی. ښاغلي ایرګاشیف، تیره ماښام جمهور رئیس غني سره په کتنه کې د افغانستان په اړه تیره میاشت په تاشکند کې د جوړ شوي کنفرانس په هکله هم خبرې کړي دي.

ارګ وايي، جمهورر ئیس غني افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي سره په کتنه کې هغه ته د کابل د پروسې او د تاشکند د کنفرانس د پایلو د تعقیب او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخیدو لپاره د دوو هیوادونو ترمنځ د ګډو کاري ګروپونو د جوړولو وړاندیز کړی دی.

همداشان د افغانستان د ملي امنیت د شورا دفتر وايي، افغانستان لپاره د ازبکستان د هیواد ځانګړی استازي عصمت‌الله ایرګاشیف، نن د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر سره هم د تاشکند کنفرانس د پایلو په اړه خبرې کړي دي.