ونس: ایران د ترهګرۍ ستر ملاتړی دی او اټومي وسلو ته یې د لاسرسي مخنیوی اړین دی

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس د جمعې په ورځ (نومبر ۲۰) وویل چې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوی"هماغه کار دی چې ترسره کوو یې."

نوموړي په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبرې غونډې پرمهال ایران د "ترهګرۍ ستر ملاتړی" وباله او اټومي وسلو ته یې د لاسرسي د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

ونس وویل، که ایران اټومي وسلې ولري له هغو څخه به د فشار د وسیلې په توګه او یا هم د سل ګونو زره کسانو د وژلو لپاره کار واخلي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال د ایران د اټومي پروګرام په وړاندې د ولسمشر ټرمپ اقدام ته په اشارې وویل "په دې اړه تصمیم نیونکی ولسمشر دی" او د هغه وظیفه د امریکا له ولسمشر څخه ملاتړی دی.

بلخوا د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسینټ وایي چې محتده ایالات، چین او روسیه اټومي وسلو ته د ایران د نه لاسرسي په برخه کې هوکړه لري.

بسینټ د جمعې په ورځ له سي ان بي سي سره په مرکه کې د چین په شینژن کې د امریکا، چین او روسیې د مشرانو غونډې ته په اشارې وویل، د درې واړه هیوادونو اجماع داده چې "ایران باید هیڅ وخت اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نکړي او د هرمز په تنګي کې د کښتیو ازاد تګ راتګ اړین ګڼل کیږي."

د امریکا د مالیې وزیر د ایران په وړاندې د اقتصادي انزوا د عملیاتو په اړه وویل چې د ایران اسلامي جمهوري د نفتو د تولید له مودې څخه د لومړي ځل لپاره د اوبو پر سر د نفتو کومه محموله نلري او نړۍ کولی شي د ایران د خامو نفتو پرته، ژوند وکړي.

بسینټ وویل:"هغه څه چې موږ تر اوسه لیدلي دادي چې نړۍ کولی شي د ایران د خامو تیلو پرته ژوند وکړي."

د ایران سره د هوکړې په اړه د ولسمشر ټرمپ دریځ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (نومبر ۲۰) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې ایران له امریکا سره د شخړې په اړه د یوې موافقې غوښتنه کوي، خو واشنګټن بیا یوه رښتینې موافقه غواړي او په داسې شرایطو چې د ده لپاره د منلو وړ وي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه:"موږ یوه ریښتینې موافقه غواړو، نه هغه جعلي موافقه چې دوی یې له تېرو ۵۱ کلونو راهیسې کوي."

د ولسمشر ترمپ له دې څرګندونو یوه ورځ وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه د یوه دوه ورځني پلان په وړاندې کولو سره ویلي ایران غواړي اوسنی وضعیت "نه جنګ او نه سوله" د متحدو ایالتونو سره د خبرو اترو له لارې پای ته ورسوي.

عراقچي له ایراني رسنیو سره په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي چې تهران د ډیپلوماسۍ له لارې داسې دایمي هوکړه غواړي چې د یاد هیواد ملي ګټې خوندي کړي او د بلې جګړې مخه ونیسي، په دې شرط چې متحده ایالات په ښکاره توګه هوکړې ته د رسېدو لېوالتیا څرګنده کړي او د باور رامنځته کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.