وېنزویلا او اسرائیل د خپلو اتباعو لپاره قونسلي خدمتونه پیلوي

د وېنزویلا او اسرائیل حکومتونو ویلي چې دوي په دواړو هېوادونو کې د خپلو اتباعو لپاره د قونسلي خدمتونو په پیل کولو موافقه کړې ده.

وېنزویلا چې په ۲۰۰۹ کال کې په غزه کې د اسرائیل د بریدونو له امله یې لدې هېواد سره اړیکې پرې کړې وې، له هغه وخت راهیسې چې امریکا د جنورۍ په میاشت کې ولسمشر نیکولاس مادورو بې واکه او زنداني کړ، د اسرائیل سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي.

د وېنزویلا حکومت، چې سرپرستي يي اوس ډیلسي روډریګیز کوي، ویلي چې د جون په میاشت کې له وژونکو زلزلو وروسته د اسرائیل یو مرستندویه پلاوی کاراکاس ته راغی، د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ خبرې وشوې او پدې ترڅ کې هوکړه وشوه چې قونسلګرۍ فعالې شي.

د وېنزویلا حکومت د چهارشنبې په ورځ [اګست ۱۲مه] په یوې اعلامیې کې چې د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت هم خپره کړې، لیکلي: "دواړه حکومتونه د اسرائیل دولت او په وېنزویلا کې د یهودي ټولنې ترمنځ د اړیکو پر اهمیت پوهېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ یو مهم تاریخي پل جوړوي."

ایران له کلونو راهیسې له کاراکاس سره چې د تهران سره څه ناڅه برابر تېل تولیدوي، ملګرتیا جوړه کړې وه.
د متحدو ایالتونو پوځ د روان کال د جنورۍ په میاشت کې په یو لړ لنډو عملیاتو کې د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ونیوه او امریکا ته یې انتقال کړ.