د ونزویلا کړکیچ ځپلې ټاکنې؛ د ماټې له نه منلو څخه تر نړیوالو فشارونو پورې

Your browser doesn’t support HTML5

ونزویلا نن په یو داسې حالت کې ده چې په هغه کې سیاست، امنیت او بشري حقونه په یو بحران بدل شوي دي. د نیکولاس مادورو د رژیم له خوا د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو نه منل، د داسې سیاسي جوړښت ښکارندوی دی چې خپله بقا یې د خلکو د رایو په ځای، په امنیتي کنټرول او غیر رسمي اقتصاد درولې ده.