د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: امریکا او ونزویلا د نړۍ د تاریخ پر 'سترې نفتي معاملي' هوکړه وکړه

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی دی چې امریکا او ونزویلا پر هغه څه چې نوموړي (د نړۍ په تاریخ کې ستره نفتي معامله) بللي موافقه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ وایي چې امریکا له ونزویلا سره داسې یوې هوکړې ته رسیدلې چې له مخې یې د یاد هیواد د ۶۵ میلیارده بیرله تیلو کنټرول ترلاسه کوي.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ (اګست ۲۸) د واشنګټن په وخت د شپې ناوخته په خپل تروت سوشل کې ددې هوکړې اعلان وکړ.

هغه وویل:" زما په لارښوونه، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د جګړې وزیر پیټ هګسیت، د وینزویلا له خورا درنې سرپرستې ولسمشرې ډیلسي روډریګیز سره په نږدې همکارۍ او له خصوصي سکټور سره د شراکت له لارې، د امریکا د مالیه ورکوونکو لپاره په هیڅ لګښت، په ونزویلا کې د ۶۵ میلیارده څخه د زیاتو ثابتو شویو بیرلو تیلو د زیرمو اکثریت کنټرول د متحده ایالاتو لپاره خوندي کړی دی."

ولسمشر ټرمپ لیکلي، په دې تاریخي اقدام سره به د امریکا د تیلو زیرمې څه باندې دوه برابره شي، د تیلو اکمالات به ډیر شي او د ټولو امریکایانو لپاره به د تیلو بیې د پام وړ راټيټي شي.

ټرمپ په دې پیغام کې لیکلي:"متحده ایالات همدا اوس د ونزویلا هیواد سره داسې یوه هوکړه وکړه چې د نړۍ په تاریخ کې د تیلو تر ټولو ستره هوکړه ده."

ولسمشر ټرمپ همدارنګه زیاته کړې ده چې دا هوکړه به ونزویلا د پراخې بریا او لویې نیکمرغۍ په لور بوزي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر د خپل پیغام په دوام لیکلي:" دا معامله به د ونزویلا او متحده ایالاتو ترمنځ مخ پر ودې اړیکې لا ډېرې پیاوړې کړي!"

دا هوکړه په داسې حال کې اعلانیږي چې امریکایي ځواکونو نږدې نهه میاشتې مخکې د ولسمشر ټرمپ په لارښونه په یو لړ خاصو عملیاتو کې نیکولاس مادرو ونیو او متحدو ایالتونو ته یې راوست.

متحده ایالتونه وايي چې مادورو د مخدره توکو د قاچاقبرانو، کارټل ډی لاس سولز، مشري کوله او دې هیواد ته یې د نشه یي توکو په لیږد کې لاس درلود.

د وینزویلا ګوښه شوی دیکتاتور نیکولاس مادورو د روان کال د جنورۍ په ۵مه د مخدره توکو د ترهګرۍ د تورونو له امله د لومړي څل لپاره په نیویارک کې د منهاتېن یوې محکمې ته حاضر شو او د "بې ګناهۍ" ادعا یې وکړه.

د نیویارک د منهټن یو فدرال قاضي الوین هلیرسټاین د روان کال د جولای په ۲۲ نیټه د نیکولاس مادورو او د هغه د میرمنې سیلیا فلورس محاکمه د د ۲۰۲۷ کال د جون د لومړۍ نیټې لپاره وټاکله.

ونزویلا په نړۍ کې د تیلو تر ټولو سترې تثبیت شوي زیرمې لري چې په دې وروستیو کې یې د خپلو نفتي قوانینو په اصلاح کولو سره خصوصي پانګونو ته د راتګ زمینه مساعده کړې ده. متحدو ایالتونو هم د هغه هیواد د تیلو پر صنیعت لګیدلي بندیزونه کم کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG