د ښځو نړیواله ورځ او د نړیوالو مشرانو، سازمانونو او فعالانو پیغامونه

یو شمېر نړیوالو مشرانو، سازمانونو او د ښځو د حقونو فعالانو د ۲۰۲۶ کال د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، په نړیواله کچه د ښځو او افغان میرمنو پر وضعیت خبرې کړې دي. ملګرو ملتونو د بیلابیلو اعلامیو په ترڅ کې ویلي چې “په افغانستان کې د ښځو د حقونو شاتګ تر ټولو ناوړه بېلګه ده او افغان ښځې نن ورځ د تر ټولو سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي دي چې طالبان په نړۍ کې د ښځو ا نجونو لپاره د «تر ټولو ځپونکي وضعیت مسئول» دي او «وحشیانه» کړنې یې غندي.

د وزارت د رسنیو د برخې یو مسئول د مارچ په اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت امریکا غږ ته په یو استول شوي ایمیل کې ویلي چې متحده ایالتونه د افغانستان ښځو او نجونو د حقونو حمایت کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې اجرائیوي مشرې سیما بحوث د میرمنو د نړیوالې ورځې په مناسبت غبرګون ښودلی او وایي د افغانستان د واکمنانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي سیستماتیک محدودیتونه د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې بې ساري برید بلل کیږي.

هغې له حکومتونو او ټولنو وغوښتل چې عملي ګامونه پورته کړي: «د تاوتریخوالي پر وړاندې چوپتیا ماته کړئ، د ښځو د حقونو د خوځښتونو ملاتړ او تمویل وکړي، د قانون حاکمیت وساتئ، او هم په قوانینو کې او هم په ورځني ژوند کې برابري یقیني کړئ.»

د اروپايي کمېسیون مشرې، اورسولا فون دېر لاین، هغو ښځو او نجونو ته درناوی وړاندې کړی چې د ظلم پر وړاندې مبارزه کوي او هغوی یې وهڅولې چې پر مخ ولاړې شي او هېڅکله تسلیمې نه شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش خبرداری ورکړی چې د ښځو حقونه په نړیواله کچه تر فشار لاندې دي او ټینګار یې وکړ چې برابري باید د قانون له لارې خوندي شي. هغه وویل کله چې ښځې د قانون له مخې برابرې نه وي، نو دا پدې معنی ده چې په ټولنه کې هم ریښتینې برابري نه شته.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک وایي د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د نړۍ په هیڅ ځای کې د ښځو د حقونو شاتګ دومره شدیدمنظم او دوامداره ندی لکه په افغانستان کې چې دی. دا یې د جنسیت پر بنسټ د ظلم، تبعیض او جلاوالي نظام بللی دی.

د افغان ښځو غبرګون

په کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره، شینکۍ کړوخیل پر افغان میرمنو د یووالي غږ وکړ او ویې ویل: "د ښځو نړیواله ورځ چې د نورو دپاره د برابرۍ ورځ ده خو د افغان میرمنو دپاره د مقاومت ورځ ده.» افغان میرمنو ته مې پیغام دا دی چې د پراګندکۍ څخه دې د انسجام خوا ته لاړې شي، له منفي رقابتونو څخه دې لاس واخلي او د یووالي خوا ته دې ولاړې شي."

د افغانستان کي د بشري حقونو پخوانۍ کمېشنره میرمن حوا علم نورستانۍ وایي افغان میرمنې د سختو شرایطو سره سره لا هم د زغم حوصلې او امید سمبول دي او زیاته یې کړه چې : "افغان میرمني د ستونزو په منځ کې د امید څراغ بل ساتي، خپل زیار ته دوام ورکوي او خپل غږ اوچتوي".

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي پخوانۍ استاده شهلا فرید وایي افغان میرمنو پدې تیرو کلونو کې دا وښودله چې ددوی غږ نه شي چوپ کیدلای او عزم یی نشي ماتیدلای.
هغې وویل: «باور لرم چی تیاره تل پاتې نه ده او د عدالت او پوهې د رڼا لمر به بیا هم را وخیژي. او هماغه ورځ به زمونږ لوڼې خپلو ارمانونو ته د حقیقت جامه ور واغوندي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وایي د «شرعیت پر بنسټ» یې ښځو ته حقونه خوندي کړي دي. هغوي دا د افغانستان داسې یوه داخلي مسئله بولي چي وایي نوروته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

د نړیوالو مشرانو غبرګون

په اوکراین کې ولسمشر ولاودیمیر زېلېنسکي له هغو ښځو مننه وکړه چې هم د جګړې په ډګر کې او هم په ورځني ژوند کې خدمت کوي. د دغه هېواد د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ۷۰ زرو څخه زیاتې ښځې د اوکراین په پوځ کې تنطیم دي او له دې ډلې څه باندې ۵۵۰۰ ښځې په لومړۍ کرښه کې ځای پر ځای شوي.

د هسپانیا لومړي وزیر، پېدرو سانچېز، خبرداری ورکړ چې سره له دې چې انلاین ځورونه زیاته شوې او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی عادي بلل کېږي د ښځو د حقونو خوځښت باید خپل کار ته دوام ورکړي،.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې، جورجیا مېلوني، هم د اوږدمهالې ژمنتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د داسې ټولنې جوړول چې ښځې پکې د ازادۍ، کار، کورنۍ او شخصي هوساینې تر منځ انتخاب ته اړې نه شي، باید یوازې د یوې ورځې موضوع نه وي بلکې د کال په ټولو ورځو کې ورته پام واړول شي.