په ایران کې د مظاهرو دوام او په اړه یې د امریکايي چارواکو او سیاستوالو غبرګون

په تهران کې د مظاهرو یو انڅور Iranian media

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دایران نورو ښارونو ته د اعتراضي لاریونونه غځیدلو سره ویلي چې ایراني چارواکي ډېرې ستونزې لري.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د ډسمبر ۲۹مه په فلوریدا ایالت کې د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د لیدلو په مهال وکړې.

ولسمشر زیاته کړه "ایراني چارواکي د سخت انفلاسیون سره مخ دي. اقتصاد یې ړنګ شوی دی. اقتصاد له منځه تللی دی . زه پوهېږم چې خلک ډېر راضي نه دي، خو مه هېروئ، هر ځل چې پاڅون کېږي یا یوه ډله، کوچنۍ وي یا لويه، چې رامنځته کېږي، نو ایراني چارواکي په ډزو پیل کوي. خلک وژني. دا مې له کلونو راهیسې لیدلي دي. پراخه نارضایتي شته. سل زره، دوه سوه زره کسان راټولیږي، او ناڅاپه ځینې کسان په نښه کېږي چې بیا هغه غونډه ډېر ژر خوره وره شي. کلونه کېږي چې دا وضعیت وینم. ایراني چارواکي بې‌رحمه خلک دي.»

د بیو په لوړوالي باندې تهران کې اعتراضي لاریونونه دایران نورو ښارونو ته هم غځیدلي. د حکومت خلاف شعارونه ورکړل شوي. حکومت د مرکزې بانک د رئیس د بدلون اعلان وکړ.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې اعتراضي لاریونونه د تهران په بازار او د پلازمینې په مختلفو سیمو کې ددوشنبې په ورځ ددوهمې پرله پسې ورځې لپاره ترسره شول او د اقتصادي وضعیت او حکومت خلاف شعارونه په کې واوریدل شول.

دغه راز خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې دغه ډول لاریونونه دایران نورو سیمو لکه ملارد ، قشم جزیرې او همدان ته هم غځیدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او امریکايي پېژندل شویو څېرو او سیاستوالو د دوشنبې په ورځ په ایران کې روانو اعتراضونو ته غبرګون وښود او د معترضو ایرانیانو سره یې ملاتړ څرګند کړ.

د بهرنیو چارو وزارت وویل: «د تاوتریخوالي او د امنیتي ځواکونو د درانه حضور سره سره، زړور ایرانیان لا هم خپل غږ اوچتوي او د پام وړ مظاهرې کوي.»

ددې وزارت په اعلامیه کې راغلي: «د ایران رژیم باید د هغه هیواد د خلکو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي او د هغوی مشروع غوښتنو ته ځواب ووایي، نه دا چې د هغوی غږونه چوپ کړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خپل فارسي حساب له لارې په ټولنیزې شبکې ایکس کې ولیکل چې د ایران د پیسو ارزښت د امریکا د ډالر پر وړاندې خپل تاریخي تر ټولو ټیټې کچې ته په لویدلو سلګونه کسان د تهران په لوی بازار کې راټول شول څو د ویجاړو اقتصادي شرایطو پر وړاندې نیوکې وکړي.

په تېرو څلورو میاشتو کې د ایران د ریال د څلوېښت سلنې سقوط نه وروسته د اسهامو د بازار کاروباریان او لدې امله عام خلک اغیزمن شوي او خلک یې غبرګون ته اړ کړل.