هند او افغانستان د هوايي کارګو دهلیز د بيا پيل لپاره تياری نیسي

د هند د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو د سوداګرۍ وزیر

د هند د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي د جمعې په ورځ وويل، چې دا د ۲۰۲۱ وروسته د دواړو هېوادونو په اړيکو کې يو مهم، بدلون دی.

دا اعلان نوي ډيلي ته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي د سفر پر مهال وشو چې له هند څخه يې د سوداګريزو اړيکو د بېرته پيلېدو او د کارګو مرکزونو د پرانيستلو غوښتنه وکړه، ځکه افغانستان د خوراکي توکو، درملو او صنعتي اجناسو په واردولو کې له ستونزه سره مخامخ دی.

دا ستونزې وروسته زیاتې شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ له جګړو وروسته د تجارت او ترانزیت لارې وتړل شوې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکي انند پراکاش وويل چې د کابل–ډیلي او کابل–امرتسر هوايي کارګو دهلېزونه لا دمخه “فعال” شوي او د کار لپاره چمتو دي. هند خپل اړين تشريفات بشپړ کړي، او الوتنې به هغه وخت پيل شي چې افغانستان پاتې اسناد ور وسپاري.

هندي هوايي شرکتونه افغانستان ته الوتنې نشي کولای ځکه پاکستان خپل هوايي حريم پرې بند کړی، خو د افغانستان هوايي شرکتونه لا هم نوي ډهلي ته د مسافر وړونکو الوتکو منظم پروازونه کوي.

که څه هم نوي ډهلي د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په وروستيو مياشتو کې دواړو لورو د اړیکو د بيا ټينګولو لپاره عملي چټک ګامونه پورته کړی دي.

تیره میاشت هند ته د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي سفر له ۲۰۲۱ څخه راوروسته چې طالبان بیا واک ته ورسیدل، د هغه لومړنی سفر و. له هغه وروسته هند په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانيست.

د هوايي کارګو دهلېزونو بېرته پرانيستل کیدل افغانستان ته د پاکستان له لارې د سوداګرۍ پر ځای يو مهم بديل برابروي، هغه لارې چې تل د سرحدي نښتو او سياسي کړکېچونو له امله ستونزمنې شوې وې.

بل پلو، هند او افغانستان پرېکړه کړې چې په خپلو پلازمینو، نوی دهلي او کابل کې ځانګړی سوداګریز اتشه چارواکي وټاکي، څو هغه دوه اړخیزه سوداګریز فعالیتونه بېرته پیل کړي چې ارزښت له یو میلیارد ډالرو څخه زیات دی.

دغه اعلان په داسې حال کې کېږي چې څو ورځې مخکې د طالبانو مرستيال صدراعظم ملا عبدالغني برادر سوداګرو ته لارښوونه وکړه چې ترانزیت د پرلپسې تړل کېدو او د سوداګريزو لارو څخه د ناوړه “سياسي ګټې اخيستنې” له امله د درې مياشتو په موده کې له پاکستان سره سوداګري په تدريجي توګه ختمه کړي.

پدې برسیره د اړیکو د لا زیاتېدو دپآره په قرغیزستان کې د طالبانو سرپرست سفیر عبدالشکور حقاني په بیشکیک کې د هند له سفير بيرندر سنگھ یادوف سره وکتل، چې دواړو لورو د افغانستان او هند د اړيکو پر پراخولو، د اقتصادي او سوداګريزو همکاریو پر پیاوړتیا ، سيمه‌ييز اتصال، د بشري مرستو پر دوام، او دوه اړخیز ديپلوماتيک تعامل پر پراخولو بحث وکړ.

د رسمي سرچينو په وينا، ددې هڅو موخه دا ده چې د چابهار بندر د لارې په بشپړ فعالېدو او د ګمرکي او بانکي پروسو د اسانتيا له لارې دوه اړخیزه سوداګري له ۲۰۲۱ مخکې د ۱.۸ میلیارد ډالرو کچې څخه هم لوړه شي.