په ترکیه کې د داعش د غړیتوب او د کرسمس د جشنونو د بریدونو د پلان په تور له سلو زیات کسان نیول شوي دي.
د استانبول پولیسو پرون د پنجشنبې په ورځ د هممهالو لسګونو عملیاتو په ترڅ کې د اسلامي دولت یا (داعش) له وسلهوالې ډلې سره د تړاو په شک له سلو څخه زیات کسان ونیول.
چارواکو وویل چې دغو کسانو غوښتل د کرسمس او د نوي میلادي کال د جشنونو پر مهال بریدونه ترسره کړي.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د استانبول د لویې څارنوالۍ د دفتر په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې پولیسو ته معلومات رسېدلي وو چې دغه افراطي ډلې د دې جشنونو پر مهال په ځانګړي ډول د غیرمسلمانانو پر ضد، د بریدونو غږ کړی و.
دې دفتر د ۱۳۷ شکمنو کسانو د نیولو حکم صادر کړی و، چې له دې ډلې څخه ۱۱۵ کسان نیول شوي دي.
مامورانو د عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر وسلې، مرمۍ او اسناد هم ضبط کړیدي. د چارواکو په وینا، ۱۲۴ ځایونه تلاشي شوي دي.
دا نیونې څو ورځې وروسته له هغې ترسره کېږي چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د هغه برید په غبرګون کې چې داعش ته منسوب شوی و او په سوریه کې د دوو امریکایي سرتېرو او یوه امریکایي ملکي ژباړونکي د وژل کېدو لامل شو، د داعش د ځواکونو او وسلوالو مرکزونو د له منځه وړلو لپاره پراخ پوځي بریدونه پیل کړل.