جاپان په چین کې خپلو میشتو وګړو ته د کلکو امنیتي تدابیرو سپارښتنه کړې

د جاپان صدراعظمه، سنايي تاکایچي

د جاپان د نوې صدراعظمې سنايي تاکایچي له هغو تازه څرګندونو وروسته چې د تایوان په اړه یې وکړې، ددې هیواد اړیکې د چین سره ترینګلي کړي او د ډیپلوماتیکې شخړو د راپورته کېدو او د دواړو هېوادونو تر منځ د کړکېچ د ډېرېدو لامل شوې.

په چین کې د جاپان سفارت خپلو وګړو ته د هوښیارۍ او احتیاط څخه د کار اخیستو او د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا سپارښتنه کړې، او همدارنګه یې له ګڼو ځایونو څخه تګ ته د ډډه کولو غوښتنه کړې ده.

د تاکایچي وروستیو څرګندونو، چې پکې ویلي و که چین د تایوان د نیولو اقدام وکړي، نو جاپان به ښايي په پوځي توګه مداخله وکړي، په وروستیو کلونو کې د جاپان او چین تر منځ تر ټولو جدي ډیپلوماتیک کړکېچ رامنځته کړی دی.

د دې کړکېچ په ترڅ کې، په چین کې د جاپان سفارت د دوشنبې په ورځ یو خبرلیک خپور کړ او په چین کې یې له جاپاني وګړو وغوښتل چې د ځایي رواجونو درناوی وکړي، او له چینایانو سره په تعامل کې خپلو خبرو، کړو وړو او عمل ته پام وکړي.

سفارت همدارنګه جاپاني وګړو ته سپارښتنه کړې چې له کوره د وتلو پر مهال د امنیتي تدابیرو څخه کار واخلي، هوښیار واوسي، شاوخوا چاپېریال ته پام وکړي، له یوازې تګ څخه ډډه وکړي، او د ماشومانو د ملتیا پر مهال ځانګړې پاملرنه په نظر کې وساتي او له ګڼو عامه میدانونو او هغو ځایونو چې جاپانیان ډېر ورځي، ځانونه لرې وساتي.

د سفارت په خبرتیا کې ویل شوي، "که کوم شکمن شخص یا ډله وینئ حتی که لږ شک هم پري راځي، ورنژدې کېږئ مه او سمدستي له سیمې ووځئ.

کله چې په بېجېنګ کې د یوې خبري ناستې په مهال د دې خبرداري په اړه پوښتنه وشوه، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ وويل: "د چين حکومت د قانون له مخې تل د بهرنیو وګړو امنيت ساتلی او همداسې به‌يې وساتي."

د کړکېچ د کمولو دپاره د هڅو په لړ کې د جاپان د بهرنيو چارو وزارت د آسيايي او سمندري چارو د دفتر عمومي رئيس، مَساکي کانای، د سې شنبې په ورځ په بېجېنګ کې د چين د بهرنيو چارو وزارت د آسيايي چارو له عمومي رئيس ليو جِن سونګ سره وکتل، خو داسې ښکاري چې دغو خبرو کومه څرګنده لاسته راوړنه نه درلوده .