په پېښور کې نن د دوشنبې سهار وختي د سرحدي ملېشه ځواکونو پر مرکز برید شوی چې درې امنیتي چارواکي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ملیشه سرحدي پولیسو دغه مرکز د پیښور د صدر سیمې ته نژدې، ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې چې خورا خوندي ګڼل کیږي، موقعیت لري.
بریدګرو وسلې لرلې او د دوی له ډلې څخه یوه یې د ودانۍ د دروازې په مخ کې چاودنه وکړه. راپور وايي چې نورو دوو بریدګرو هڅه وکړه دننه ودانۍ ته ورننوځي، خو وویشتل شول.
سیمه محاصره شوې او د ژغورنې ډلې د برید ځای تر پلټنې لاندې نیولی. یو چارواکي ویلي چې پنځه امنیتي سرتېري او اووه ملکیان ټپیان شوي دي.
تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی.
د پاکستان چارواکو دغه برید هغه "ترهګریزه دسیسه" وبلله چې وایي د پوځ له خوا شنډه شوه.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وویل: "د دې پېښې تورن کسان باید ژر تر ژره وپېژندل شي او عدالت ته وسپارل شي."
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري هم په ایکس پاڼه کې د یوې لیکنې په ترڅ کې دا برید په کلکه غندلی دی.
پېښور د خیبر پښتونخوا برخه ده چې خلک یې له اوږدې مودې راهیسې د وسلهوالو خونړیو پېښو شاهدان دي.
پاکستاني طالبان، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په نوم هم یادیږي، په دغه ولایت کې فعال دي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د ورته بریدونو مسؤلیت منلی دی.
نږدې دوه اونۍ وړاندې، د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د محکمې مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې ۱۲ کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۲۷ نور ټپیان شول. پاکستان ددې تاوتریخوالي پړه پر هند او افغانستان واچوله خو دواړو هېوادونو دغه تورونه رد کړل. خو تحریک طالبان پاکستان وروسته د دغه برید مسؤلیت ومانه.
دغه تاوتریخوالی د اسلاماباد او د افغانستان د طالبانو د حکومت تر منځ اړیکې کړکېچنې کړې دي، ځکه پاکستان تور لګوي چې په ۲۰۲۱د طالبانو د واکمنۍ راهیسې د پاکستاني طالبانو غړي په آزاده توګه په افغانستان کې فعالیت کوي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیمیږي.
طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي او وايي د افغانستان له خاورې څخه بل هیڅ هیواد ته د خطر د پېښېدو اجازه نه ورکوي او زیاتوي چې د پاکستان د امنیت ساتلو مسولیت ددې هیواد د چارواکو په غاړه دی او د خپلو امنیتي ستونزو پړه دې پر دوي نه اچوي.