متحدو ایالتونو او اروپایي اتحادیې د یوه داسې سوداګریز تړون پر کاري چوکاټ موافقه کړې چې "متقابلې، عادلانه او متوازنې" سوداګریز ژمنې او د تعرفو نرخونه ټاکي.
د دې تړون په اړه د امریکا او اروپایي اتحادیې ګډه اعلامیه چې د سپینې ماڼۍ لخوا د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، وایي:
"د کاري چوکاټ په سر موافقه به زموږ د سوداګرۍ او پانګونې اړیکه چې د نړۍ له ترټولو لویو اړیکو څخه یوه ده، پر یوه قوي بنسټ ودروي او د دواړو خواو اقتصادي ګټو او د صنعتي کیدو په لور چتګ خوځښت ته به لاره هواره کړي.»
امریکا او اروپایي اتحادیه په ګډه د نړیوال اقتصاد ۴۴ سلنه جوړوي.
د تړون عمده شرایط د دارو درملو او سیمیکانډکټرونو پر تعرفو تمرکز کوي.د امریکا له خوا پر دې سکتورونو او ډیرو اروپایي توکو باندې ۱۵ سلنه تعرفه لګول شوې ده.
د موټرو تعرفې د اروپایي اتحادیې د قانوني کړنو سره تړاو لري. ترڅو چې د امریکا پر ګڼو توکو باندې د اروپایي اتحادیې له خوا لګول شوې تعرفې کمې نشي، امریکا به د اروپایي اتحادیې د ۲۷ غړیو هېوادونو د قانوني بدلونونو تر تطبیق پورې، د اروپایي اتحادیې څخه پر وارد شویو موټرو باندې اوسنۍ د ۲۷.۵ سلنې په کچې تعرفې پر ځای وساتي.
همدارنګه، اروپایي اتحادیه ژمنه کوي چې د دې تړون له مخې به د امریکا څخه د ۷۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت انرژي واخلي او په امریکا کې به د ۶۰۰ میلیارده ډالرو نه زیاته نوره پانګونه هم وکړي.