د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې هند وړاندیز کړی چې پر امریکایي توکو به د خپلو تعرفو کچه صفر ته ورسوي.
ښاغلي ټرمپ د تروتسوشل په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپاره شوي پیغام کې وویل چې د امریکا او هند ترمنځ سوداګریزې اړیکې د څو لسیزو راهیسې یوه اړخیزې وې.
هغه ټینګار وکړ چې هند امریکا ته د توکو لوي صادرونکی دی او امریکا د هند تر ټولو لوی پیرودونکی دی، خو په مقابل کې امریکا هند ته یوازې کمه اندازه صادرات لري.
ټرمپ د دې وضعیت لامل د هند د تعرفو ډېر لوړوالۍ بللې، چې د هغه په وینا، د نړۍ له بل هر هېواد څخه هم لوړ دي چې دا ددې دپآره چې امریکایي شرکتونه د هند بازار ته لاره پیدا کړي، خورا خنډ جوړوي. هغه دا وضعیت "یوه اړخیزه فاجعه" وبلله.
د امریکا ولسمشر همدارنګه وویل چې هند خپله د نفتو او پوځي تجهیزاتو لویه برخه له روسیې څخه اخلي، او یوازې یوه کوچنی حصه یې له امریکا څخه پېرل کیږي.
د هغه په وینا، هند اوس وړاندیز کړی چې خپلې تعرفې صفر ته راښکته کړي، خو زیاته یې کړه چې "نور ډېر ناوخته کېږي" او باید چي دغه ګام څو کاله وړاندې پورته شوی وای.
د امریکا حکومت د اګست په ۲۷مه نېټه، د اضافي ۲۵ سلنې تعرفې په لګولو سره، د هند څخه د واردېدونکو توکو تعرفې ۵۰ سلنې ته لوړې کړې.
تمه کیږي چې امریکا ته د هند له ۸۷ میلیارد ډالرو څخه زیات صادرات، په ځانګړې توګه د نساجۍ محصولات، د څرمنو توکي او د قیمتي ډبرو ګاڼې، د نوې (۵۰) سلنې تعرفې تابع شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ وروسته له هغه چې امریکا د هندي توکو تعرفې زیاتې کړې، په یوه اعلامیه کې دا اقدامات غیرعادلانه، بېاساسه او بېدلیله وبلل.