پر ایران د بندیزونو په زیاتیدو د ریال ارزښت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی

آرشیف

د بن‌بست په نوم د یوه وېب‌سایټ د رپوټ پر بنسټ چې د غیررسمي بازار بیې خپروي، پرون د چهارشنبې په ورځ د یوه امریکایي ډالر بیه ۱ میلیون او ۲۰۰ زره ریالو (۱۲۰ زره تومانو) ته لوړه شوه.

د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس هم په همدې ورځ د همدې خبر په خپرولو سره وویل چې د اټومي بندیزونو د زیاتېدو سره، د ایران د نیمګړي اقتصاد په ترڅ کې د ریال ارزښت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

د «نوسان» په نوم وېب‌سایټ د چهارشنبې په ورځ د شخصي حوالې ډالر بیه ۱۲۳ زره او ۳۱۰ تومان راپور کړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت تر واکمنیدو مخکې، د پهلوي په وروستیو کلونو کې، د ډالرو بیه شاوخوا ۷۰ ریاله وه.

د ایران د پیسو د ارزښت تاریخي سقوط داسې مهال رامنځته کېږي چې د ایران لوي مذهبي مشر علي خامنه‌ای چې د اسراییلو د بریدونو وروسته یې سږکال عامه ویناوې ډیرې کمې کړي، پرون د چهارشنبې په ورځ د اقتصادي وضعیت پر ځای د ښځو د حجاب په اړه خبرې وکړې.

هغه څرګندونې چې د کارپوهانو په وینا کېدای شي د ایران پر ښځو پر سړکونو د پخوانیو سختو محدودیتونو د بیا پلي کېدو یوه نښه وي.

خامنه‌ای، د ایران اقتصادي وضعیت ته په پام په خپلو خبرو کې په "لوېدیځ کلتور" او "پانګونې" سختې نیوکې وکړې او هڅه یې وکړه چې د ایران د ښځو لپاره محدودیتونه "د ښځې له طبیعت سره سمون لرونکي" وښيي.

ډونالد ټرمپ، د امریکا ولسمشر، په خپلې دوهمې دورې کې د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد د اعظمي فشار کمپاین پیل کړی دی. نوموړي سږکال د نطنز، فردو او اصفهان پر هوايي تاسیساتو د هوايي برید امر کړی او د ایران پر اسلامي جمهوریت یې نور بندیزونه هم لګولي دي.