تایوان خلکو ته د دفاعي چارو د نوي ملکی لارښود ویشل پیلوي

د تایوان د دفاعي چارو نوی ملکی لارښود

تایوان خپل د دفاعي چارو د نوی ملکی لارښود په ملیونونو نسخې ددې ټاپو ټولو کورنیو ته وېشل پیل کړي دي.

دا بې ساری اقدام د دې لپاره طرحه شوی چې خلک په ځانګړې توګه د چین د احتمالي برید په ګډون د ممکنه بیړنیو پېښو لپاره چمتو کړي.

دا لارښود چې په سپتمبر کې وړاندې شو، د لومړي ځل لپاره د دښمن ځواکونو سره د مخامخ کېدو په اړه لارښوونې لري او ټینګار کوي چې د تایوان د تسلیمېدو هر ډول ادعا باید جعلي وګڼل شي.

په لارښود کې دا هم راغلي چې خلک څنګه د بم‌ څخه پناه ځایونه ومومي او بیړني کڅوړې چمتو کړي.

د دې لارښود وېش به همدا اونۍ پیل شي. د پلان پر اساس به دا لارښود له ۹.۸ میلیونو څخه ډېرو پوست بکسونو ته ورسول شي.

د انګریزۍ او نورو ژبو نسخې به هم ډېر ژر خپرې شي. تر دې وروسته حکومت پلان لري چې د خلکو لپاره د شخصي بیړنیو کڅوړو د چمتو کولو کمپاینونه هم ترسره او پلي کړي.

چین تایوان د خپل قلمرو برخه ګڼي او د ټاپو د کنټرول لپاره د زور کارولو احتمال نه ردوي. د تایوان حکومت دا ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې یوازې تایوانیان کولای شي خپل راتلونکی وټاکي.

په دې لارښود کې له سمندري کیبلونو سبوتاژ او سایبري بریدونو څخه نیولې، د دښمن د ځواکونو له خوا د تایواني کښتیو تلاشي او بشپړ یرغل پورې د احتمالي ګواښونو سناریوګانې بیان شوي دي.

تایوان له مخکې نه هم د چین له لوري د ګډو جګړو یا هایبرډ جګړې له ګواښونو سره مخ دی، چې پکې سایبري بریدونه، ناسم اطلاعات او د ټاپو په څنډو کې پوځي پارونې هم شاملې دي.

چین تایوان د خپل قلمرو برخه بولي او د تایوان د نیولو لپاره د زور د کارولو احتمال یې نه‌دی رد کړی.

د تایوان حکومت د چین د قلمرو ادعاوې ردوي او وايي چې یوازې د تایوان خلک دا حق لري چې د خپلې راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

متحده ایالات، د ډېرو نورو هېوادونو په څېر، تایوان د یو خپلواک هېواد په توګه نه په رسمیت نه پېژني، خو له دې سره سره خپلې غیررسمي اړیکې ورسره ساتي. واشنګټن تل له تایوان سره د دفاعي وسلو د برابرولو په برخه کې مرسته کړې ده.