د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ رایه ورکړه چې پر یمن بندیزونه یو کال نور هم وغځول شي، او ټینګار یې وکړ چې دا پرېکړه د حوثیانو شتمنیو، د وسلو قاچاق، او سمندري امنیت ته د دوی ګواښ په نښه کوي.
ددې بندیزونو په تمدید د ملګرو ملتونو د متخصصینو د ډلې د ماموریت موده هم غځیږي څو د بندیزونو د پلي کېدو څارنه وکړي او د حوثیانو لخوا د سره سمندر او د عدن خلیج په سوداګریزو بیړیو باندې د بریدونو په اړه د سرغړونو څېړنه وکړي، هغه بریدونه چې د خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی او نړیوال تجارت یې ګډوډ کړی دی.
د شورا دا ګام د وسلو د قاچاق، پټو مالي شبکو او د یمن لخوا د منځني ختیځ د جګړې پر مهال د نړیوالو بشري حقونو د سرغړونو په اړه د دوامدارو اندېښنو په ترڅ کې اوچت شوی دی.
ددې پرېکړهلیک په ملاتړ ۱۳ رایې ورکړل شوې، هېڅ مخالفه رایه ورنکړ شوه خو چین او روسیې پدې مسلې باندې د رایې ورکولو نه ډډه وکړه.
په نویو تمدید شویو بندیزونو کې پر هغو وګړو او ادارو چې د یمن د سولې، امنیت او ثبات لپاره ګواښ بلل کېږي، د شتمنیو کنګلول او د سفرونو بندیزونه شامل دي.
دغه ماموریت په اصل کې په ۲۰۱۴ کال کې رامنځته شوی و او اوس د ۲۰۲۶ کال د دسمبر تر ۱۵ پورې بیا تمدید شو.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د منځني ختیځ د وضعیت په غونډه کې د امریکا د متحده ایالاتو سرپرستې استازې، سفیرې ډوروتي شیـا، وویل:
"متحده ایالاتو د ننني پرېکړهلیک په ملاتړ رایه ورکړه څو پر یمن د بندیزونو رژیم او د متخصصینو د ډلې ماموریت تمدید او پلی شي. موږ باور لرو چې دغه اقدامات لا هم د یمن او د پراخې سیمې د سولې او ثبات ته د ګواښونو د مخنیوي لپاره اړین دي."
شیـا زیاته کړه:
"موږ خواشیني یو چې دغه اقدام د سیمې د حوثیانو او ترهګرو سازمانونو تر منځ د پر مختللو اړیکو د شلول دپاره دومره ګټور پر مخ نه ولاړ. موږ نا هیلي یو چې شورا د متخصصینو له ډلې څخه ونه غوښتل چې د یمن او سومالیا تر منځ د سرچینو د بهیر په اړه، په ځانګړې توګه د حوثیانو او الشباب تر منځ، د اړیکو د روښانولو دپآره لا څرګند راپورونه وړاندې کړي. متحده ایالات همدا راز د دې فرصت د له لاسه ورکولو له کبله هم خواشیني دي چې د متخصصینو په راپور کې یادې شوې، د دوهګونې کارونې د توکو واردات، د تېلو قاچاق او د سمندري لارو د نیولو په اړه سرغړونې په نښه کړي."
د امنیت شورا دا پرېکړه د متخصصینو د تازه راپور نه وروسته شوې چې پکې د بندیزونو څخه پراخې سرغړونې مستندې شوې دي. پدې بندیزونو د ممنوعه توکو د قاچاق لارې او د وسلهوالو لخوا په زور د دولتي عوایدو اړول شامل دي.