متحدو ایالتونو د معدني موادو د یوه سوداګریز بلاک د جوړولو وړاندیز وکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر، جي ډي ونس، د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۴مه) وویل چې امریکا د دې په لټه کې ده چې د معدني موادو یو سوداګریز بلاک رامنځته کړي، د حیاتي معدني موادو د لاسرسي لپاره د ثابتو نرخونو یو سیستم جوړ کړي او د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې ځان خوندي کړي.

ونس دا خبرې په واشنګټن کې د حیاتي معدني موادو په یوه «تاریخي» غونډه کې وکړې، په داسې حال کې چې متحده ایالتونو د ملي امنیت، د ټکنالوژۍ د ډګراو اقتصادي ځواک لپاره د حیاتي معدني موادو د تدارکاتي ځنځیرونو ارزښت ډېر حیاتي وباله.

جي ډي ونس د چهارشنبې په ورځ د نړۍ د څه باندې ۵۰ هېوادونو هغو استازو ته چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، وویل: «نن سهار د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې حکومت یو ځانګړی میکانېزم وړاندی کوي څو د حیاتي معدني موادو نړیوال بازار بېرته سالم او سیال حالت غوره کړي. د حیاتي معدني موادو لپاره یوه امتیازي سوداګریزه سیمه، چې د تطبیق وړ بیو د فشار له لارې د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې خوندي اوسي.»

د ولسمشر مرستیال زیاته کړه: «موږ غواړو چې غړي هېوادونه په ګډه د متحدینو او شریکانو ترمنځ یو سوداګریز بلاک جوړ کړي، داسې بلاک چې د امریکا لاسرسی د متحده ایالتونو صنعتي ځواک ته تضمین کړي او په عین وخت کې په ټوله سیمه کې تولید پراخ کړي. د دې ګټې به سمدستي او دوامدارې وي.»

ونس وویل چې متحده ایالتونه به د حیاتي معدني موادو لپاره د تولید په هر پړاو کې د بیو جدول وټاکي، او دا بیه به د نړیوالو واقعي ارزښتونو او د عادلانه بازار انعکاس وي.
جي ډي ونس همدارنګه وویل: «د امتیازي سیمې د غړو لپاره، دا مرجع بیې به د ثابت نرخ په توګه عمل کوي، چې د تنظیمېدونکو تعرفو له لارې به خوندي ساتل کېږي، تر څو د بیو د ټاکلو ډاډ وساتل شي.»

د ولسمشر مرستیال د دې غونډې ګډونوالو ته ، چې له ۵۰ څخه زیات هېوادونه استازولي یې کوله وویل: «موږ غواړو هغه ستونزه له منځه یوسو چې زموږ بازارونه د ارزانه حیاتي معدني موادو له امله ډک شي؛ هغه مواد چې زموږ کورني تولیدوونکي کمزوري کوي.»

جي ډي ونس وویل چې حکومت غواړي متنوع تولیدي مرکزونه، باثباته د پانګونې شرایط، او داسې تدارکاتي ځنځیرونه وویني چې د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې مصونیت ولري.

ونس زیاته کړه: «د هغو لپاره چې په دې [بلاک] کې شاملېږي، موږ به د خصوصي مالي تمویل لپاره بنسټونه برابر کړو او ستاسو هېواد ته به د بیړنیو یا نورو احتمالي حالاتو پر مهال د حیاتي معدني سرچینو خوندي لاسرسی هم تضمین کړو.»

د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې حکومت یو لړ اقدامات کړي دي، چې پکې د حیاتي معدني موادو په پراختیا کې سترې پانګونې شاملې دي، او همدارنګه یې له بېلابېلو هېوادونو سره څو تړونونه لاسلیک کړي، څو د هغه څه مخه ونیسي چې حکومتي چارواکي یې د نادرو ځمکنیو عناصرو پر سرچینو د چین د لا کنترول ستونزه بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې په دې غونډه کې یې وینا وکړه، وویل چې یوازې د اکتوبر په میاشت کې متحده ایالتونو د پنځو هېوادونو سره د حیاتي معدني موادو په برخه کې له ۱۰ میلیارده ډالرو څخه زیات تړونونه لاسلیک کړي دي. هغه وویل چې حیاتي منرالونه د حکومت لپاره بې‌سارې ارزښتناکه موضوع ده.

روبیو زیاته کړه چې د تدارکاتي ځنځیرونو تنوع او حیاتي معدني موادو ته لاسرسی د ټرمپ تر مشرۍ لاندې حکومت او د نړۍ لپاره یو اساسي لومړیتوب ګڼل کیږي.

روبیو وویل چې متحده ایالتونو پخوا حیاتي معدني مواد او له هغو څخه ترلاسه کېدونکي محصولات تولیدول، چې د جټ الوتکو، کمپیوټرونو او د فضا په ګډون یې ګڼې عصري ټکنالوژۍ رامنځته کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «خو وروسته موږ ړانده شو. د هغو ټکنالوژیو د پوتانسیال له امله چې دغو فلزاتو رامنځته کړي وو، خو د دوی له ارزښته مو سترګې پټې کړې. موږ هغه څه وغورځول چې زاړه او له رواج څخه وتلي ښکاره کېدل. او له همدې سره د امریکا د حیاتي معدني صنعت لویه برخه د زوال او نابودۍ پر لور ولاړه.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا: «یوه ورځ له خوبه راپاڅېدو او پوه شوو چې خپل اقتصادي امنیت او راتلونکی مو نورو ته سپارلی ده. موږ د نورو هغو په ګرو کې و چې د دې معدني موادو د تدارکاتي ځنځیرونو کنټرول یې درلود.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: «زما هیله دا ده چې موږ نن دلته د دې اشتباه د اصلاح لپاره د لومړي، خو مهم ګام اوچتولو دپاره راټول شوي یو.»

مارکو روبیو زیاته کړه چې متحده ایالتونه چمتو دي او اراده لري له هر هېواد سره همکاري وکړي، څو هغه تخصصي رول وپېژني چې دغه هېوادونه یې په دې هڅه کې لوبولی شي.

روبیو وویل: «که تاسو معدني مواد نه لرئ، کولای شئ د هغوی په تصفیې کې مرسته وکړئ، او هغه هېوادونه چې دلته راټول شوي دي د حیاتي معدني محصولاتو له سترو مصرفوونکو څخه دي، چې په ګډه د پېر ځواک لري تر څو یو لا پیاوړی او متنوع نړیوال بازار جوړ کړي.»

هغه زیاته کړه: «دلته هر څوک یو رول لري چې باید ترسره یې کړي، او همدا لامل دی چې موږ ستاسو له راتګ او په دې غونډه کې مو له ګډون څخه ډېره مننه کوو. داسې غونډه چې هیله ده نه یوازې نورو غونډو بلکې عملي اقدام ته هم لاره هواره کړي.»

مارکو روبیو وروسته له دې په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته د حیاتي معدني موادو لپاره د «فورج» په نوم د نوي چوکاټ اعلان وکړ، او ویې ویل چې د هغو ۵۵ شریکانو څخه چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، څو غړو لا د وخته د غړیتوب لپاره نوم‌لیکنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې اوسنی تدارکاتي ځنځیرپه شدیده توګه د یوه هېواد په لاس کې متمرکز دی او دا یې یوه نړیواله ستونزه» وبلله چې نړیوال يې ځواب ته اړتیا لري.

د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې حکومت وايي چې حیاتي معدني مواد د هغو بحثونو لویه برخه جوړوي چې په نړیواله کچه دوام لري.