د روغتیا نړیوال سازمان پخپل وروستي رپوټ کې وایي چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۲۶مې نېټې راهیسې سختو بارانونو او سېلابونو په ځانګړي ډول ختیځو ولایتونو لکه کنړ، لغمان او ننګرهار کې پراخ زیانونه اړولي دي.
همدارنګه هرات او فراه ولایتونه هم سخت اغېزمن شوي، او په نورو سیمو لکه کابل، کندهار، هلمند، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د سېلابونو اغېزې ثبت شوې دي.
دغه سازمان وایي دغو طبیعي پېښو نه یوازې د خلکو کورونه ویجاړ کړي، بلکې سړکونه یې بند کړي او د ژوند اساسي خدمتونه یې له خنډ سره مخ کړي دي. په ځانګړي ډول روغتیايي خدمتونه په ځینو سیمو کې موقتي ډول درېدلي دي.
تر دې دمه د ددې سازمان له خوا د ثبتو شویو معلوماتو له مخې، له ۹۱ څخه زیات کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، له ۲۹۷ څخه زیات ټپیان شوي، او له ۴ زرو څخه زیاتې کورنۍ اغېزمنې شوې دي. زرګونه کورونه یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د وګړو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وایي شاوخوا ۸۴ روغتیايي مرکزونه جزوي زیانمن شوي دي، چې پکې د چتونو خرابوالی، د دېوالونو نړېدل، او د خدماتي خونو زیان شامل دي. سربېره پر دې، ۱۰ روغتیايي مرکزونه د لارو د بندېدو له امله موقتي تړل شوي دي.
دوي وايي د سېلابونو له امله ډېرې لارې بندې شوې دي، چې له امله یې خلک نه شي کولای روغتیايي مرکزونو ته په اسانه لاسرسی ومومي. همدارنګه د درملو او طبي وسایلو لېږد هم له ځنډ سره مخ شوی دی. دوي همدارنګه زیاتوي چې د پاکو اوبو کمښت، د حفظ الصحې خراب وضعیت، او د خلکو بېځایه کېدل د دې لامل ګرځي چې ساري ناروغۍ په چټکۍ سره خپرې شي.
په ورته وخت کې، روغتیايي ادارې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د زیانمنو شویو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې لپاره کافي بودیجه نشته، د بیړنیو درملو او تجهیزاتو کمښت شته، او ګرځنده روغتیايي ټیمونه ټولو اړمنو سیمو ته نه شي رسېدای.
د روغتیا نړیوال سازمان او کارپوهان ټینګار کوي چې د ناروغیو د مخنیوي لپاره باید د څارنې سیستمونه پیاوړي شي او بیړني روغتیايي خدمات پراخ شي، تر څو د احتمالي ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي. دغه سازمان له ټولو اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې اغېزمنو خلکو ته بیړنۍ مرستې ورسوي او د زیانونو د کمولو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.