د اسراییلي رسنیو په وینا، د دوشنبې د سهار د ګڼه ګوڼې پر مهال، دوه تنه وسله وال چې له لویدیځې غاړې څخه ورغلي وو، د بیتالمقدس د راموت ولسوالۍ په یوه څلورلاري کې پر یوه بس ډزې وکړې، او بیا یوه اسراییلي سرتېری او یو وسلوال ملکي کس بریدګر ووژل.
په وژل شویو کې درې مذهبي مشران شامل دي، چې یو یې له امریکا څخه ورغلی کډوال و، دوه نور کسان او یوه ښځه هم په وژل شویو کې شامل دي.
د فلسطین وسلهوالې ډلې حماس د دې برید ستاینه کړې، خو داسې څه یې ندي ویلې چې دا برید دې دوي کړی وي.
دا برید داسې مهال شوی چې اسراییلي ځواکونه هڅه کوي د غزې په ښار کې د حماس وروستي مرکزونه ونیسي.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د پېښې ځای ته تللی و او ویې ویل چې اسراییل به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې هیڅ ډول شا ته تګ و نه کړي.
هغه وویل:
"موږ دا مهال د بریدګرو په لټون بوخت یو او هغه کلي مو محاصره کړي چې دا قاتلان ترې راغلي دي. موږ به هر هغه کس ونیسو چې دوی سره یې مرسته او یایې ورته لارښوونه کړې وي، او تر دې به لا سخت ګامونه واخلو."
په اسراییلو کې د امریکا سفیر مایک هاكبي په ټولنیزې شبکې ایکس کې لیکلي چې دی او مېرمن یې د دې وژونکي ترهګریز برید له امله سخت غمجن شوي دي.
هغه لیکلي،
" جانېټ او زه د قربانیانو کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوو او د ټپیانو د ژر تر ژره رغېدو دپاره دعا کوو. موږ د دې وحشت پر مهال د اسراییلو تر څنګ ولاړ یو."
وروستی ځل د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه، اسراییل دیته ورته د هغه وژونکي برید شاهد و چې د لویدیخې غاړې څخه د حماس راغلو دوو وسلوالو د تلابیب په نژدې ښار یافا کې اووه اسراییلیان ووژل.