له استرالیا څخه د ایران سفیر او درې دیپلوماتان وایستل شول

احمد صادقي، په اسټرالیا کې د ایران سفیر، چې له هیواد څخه ایستل شوی دی.

اسټرالیا په کانبیرا کې د ایران سفیر او درې نور ایراني دیپلوماتان د دوو یهودانو په ضد د بریدونو په طرحې او لارښوونې کې د ښکیلتیا په تور له هغه هیواد څخه وایستل.

دغه اقدام د اسټرالیا په رسنیو کې پراخ غبرګون وپاروه او دا یې له دویمې نړیوالې جګړې راپدېخوا بې‌سارې پېښه یاده کړې ده.

د اسټرالیا صدراعظم انتوني البانېزي د سې ‌شنبې په ورځ د وږي میاشتې په څلورمه نېټه، د باندنیو چارو له وزیرې سره یوځای د پارلمان غونډې ته حاضر شو او ویې ویل چې د اسټرالیا امنیتي ادارو معتبر شواهد ترلاسه کړي چې ښيي د ایران دولت د دوو بریدونو تر شا لاس لري، چې په خبره یې یو برید د سیدني ښار په "لوئیس کانټیننټل کیچن" په نوم رستورانت کې د تېر اکتوبر میاشت کې شوی و او بل د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په میاشت کې د میلبورن په "اداس اسرائیل" کنیسه کې وشو.

هغه دغه بریدونه د یو بهرني دولت له خوا د استرالیا په خاوره کې دننه خطرناک او بې‌سارې اقدامات وبلل.

د استرالیا صدراعظم وویل حکومت به یې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب سازمان د ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامل کړي.

هغه همداراز اعلان وکړ چې په تهران کې د استرالیا د سفارت فعالیت ځنډول شوی، ټول استرالیایي دیپلوماتان له ایران څخه ایستل شوي او یو درېیم هېواد ته انتقال شوي دي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پيني وانګ وویل، چې ایراني دیپلوماتانو ته اووه ورځې وخت ورکړل شوی چې د استرالیا خاوره پرېږدي.

هغې ټینګار وکړ چې دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته لومړی ځل دی چې استرالیا یو سفیر له خپلې خاورې وباسي، او دلیل یې د ایران "بلکل د نه منلو وړ" اقدامات دي.

په همدې غونډې کې د استرالیا د استخباراتو او امنیت مشر، مایک برجس، وویل چې د هغوی پراخو تحقیقاتو ښودلې چې سپاه پاسداران انقلاب د یو پېچلي نیابتي شبکې له لارې دغه بریدونه کړي، چې خپل مستقیم نقش پټ وساتي.