د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل، داسې ښکاري چې هند او روسیه اوس د چین تر نفوذ لاندې دي. هغه دا خبرې وروسته وروسته له هغه کړي چې د دغو هېوادونو مشرانو د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره د تیانجین په یوه سرمشریزه کې ګډون وکړ.
ټرمپ د "ټروت سوشیال" کې پر خپلې پاڼې یو تصویر شریک کړ چې پکې درې واړه مشران یو ځای لیدل کېږي او ورسره یې لیکلي:"ښکاري چې هند او روسیه مو تیاره او ژور چین ته له لاسه ورکړل. هیله ده یو اوږد، باثباته او خوشحاله راتلونکی ولري!"
دغه ناسته د شانګهای د همکاریو سازمان (SCO) د سرمشریزې په ترڅ کې ترسره شوه، چې پکې شي جینپینګ له ۲۰ نه د زیاتو هیوادونه کوربهتوب وکړ، چي پکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هند صدراعظم نریندرا مودي هم شامل وو.
په سرمشریزه کې وښودل شول چې پوتین او مودي د شي پر لور روان وو او مخکې له دې چې درې واړه مشران د عکس اخیستلو لپاره یو ځای ودرېږي، لاسونه یې سره نیولي وو.
د ټرمپ ادارې د اوکراین د جګړې پر مهال د روسیې د تېلو د رانیولو له امله پر هندوستان ۲۵ سلنه اضافي تعرفه لګولې ده. تر دې وړاندې هم د امریکايي شرکتونو پر وړاندې د هندي بازار د خنډونو له امله ورته تعرفه لګول شوې وه.
د همدې اوونۍ په پیل کې، ټرمپ تور ولګاوه چې روسیه، چین، او شمالي کوریا د امریکا پر ضد توطیه کوي، وروسته له هغه چې شي جینپینګ، پوتین او د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون، د بیجینګ په یوه پوځي رسم ګذشت کې سره یو ځای شول.
ددغو مراسمو په ترڅ کې د دویمې نړیوالې جګړې د پای ۸۰ کلنه کلیزه ونمانځل شوه.
ټرمپ د دغه پوځي رسم ګذشت نه وړاندې د تروټ سوشل پر ټولنیزې شبکې باندې دا لیکلي و:"بله مهمه پوښتنه دا ده چې آیا د چین ولسمشر شي به ددي یادونه وکړي او که نه، چې د امریکا متحدو ایالتونو لهخوا چین ته څومره ستر ملاتړ، قربانۍ ورکړل شوې او وینه تویه شوي ده؟ څو هغوی وتوانېږي له یوه پردي، ظالم یرغلګر څخه خپلواکي ترلاسه کړي. ډېر امریکایان د چین د بریا او عزت لپاره قرباني شوي دي. هیله ده د دوی زړورتیا او فداکاري په سمه توګه ولمانځل شي او په یاد وساتل شي!»
هغه زیاته کړه:"زه هیله لرم چې ولسمشر شي او د چین قدرمن خلک یو ښه او دایمي جشن ولري. پداسې حال کې چې تاسو د امریکا پر ضد توطیه کوئ، مهرباني وکړئ زما تاوده سلامونه ولادیمیر پوتین او کیم جونګ اون ته هم ورسوئ."