د امریکا د خزانې وزیر سکات بیسینټ د فاکس نیوز سره د مرکې په ترڅ کې ویلي چې واشنګټن د چین سره د خپلو اوسنیو ګمرکي تعرفو په اړه راضي دی.
د هغه ددغو څرګندونو هدف دا وی چې د نومبر څخه مخکې د دواړو هیوادونو ترمنځ هیڅ ډول نوي تجارتي تړون ته اړتيا نشته.
پدې مرکه کې، بیسینټ وویل چې چین "د ګمرکي عایداتو ترټولو لویه سرچینه ده" او "اوسنی وضعیت ډېر ښه کار کوي."
هغه زیاته کړه چې متحدو ایالتونو له بیجینګ سره "ډېرې ښې خبرې اترې" ترسره کړې دي او تمه لري چې د تعرفو د اوسني ۹۰ ورځني مهلت تر پای ته رسیدو مخکې به لا نورې خبرې اترې ترسره شي.
متحده ایالاتو او چین د مۍ په میاشت کې په جنیوا کې د خبرو اترو وروسته موافقه وکړه چې د تعرفو زیاتول په موقتي ټوګه وځنډوي، د تعرفو کچه په جولای کې د استکهلم دغونډو نه وروسته بیا لوړه شوه.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره اوونۍ دغه موده وغځوله او مهلت یې د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې اوږد کړ.
د مهلت د غزولو دغه اقداماتو د دواړو خواو ترمنځ د تعرفو د شدید زیاتوالی مخه ونیوله، خو د ټیکنالوژۍ صادرات، په سینکیانګ کې د جبري کار مسئله، او د کرهنیزې سوداګرۍ په چارو کې ځینې شخړې تر اوسه حل شوې ندي.
سره له دې چې د تعرفو له لارې عاید ترلاسه کیږي، امریکایي کروندګر لا هم اندېښمن دي.
د امریکا د حبوباتو د تولید اتحادیې په دې اوونۍ کې ولسمشر ټرمپ ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی چې که چین د سپتمبر تر حاصلاتو مخکې د حبوباتو پیرودنې بیا پیل نه کړي، نو امریکایی کروندګر به د تجارتي او مالي کړکیچ سره مخ شي.