سپینې ماڼۍ د سهشنبې په ورځ د ګرینلنډ د نیولو لپاره پوځي اقدام ته په اشارې وویل چې ددې کار دپاره د پوځ د کارولو انتخاب هم لري چې ورسره د شمالي قطب د دې سیمې د پېرلو امکان هم شته. دا پر دنمارک چې د نړۍ د تر ټولو لوی ټاپو پر حاکمیت دعوه لري فشار لا زیاتوي.
سپینې ماڼۍ د سهشنبې په ورځ وویل چې د ګرینلنډ کنټرول د امریکا د ملي امنیت لومړیتوب ګڼل کیږي او د دې د ترلاسه کولو لپاره د امریکا د پوځ کارولو مسله هم تر غور لاندې ده.
د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولاین لیوېټ، د سهشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: «ولسمشر ټرمپ دا خبره روښانه کړې چې د ګرینلنډ ترلاسه کول د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت لومړیتوب دی، او دا د شمال د قطب په سیمه کې د خپلو سیالانو د مخنیوي لپاره حیاتي ارزښت لري.»
بیان زیاتوي: «ولسمشر او د هغه ټیم د دې مهمې بهرنۍ تګلارې د هدف د تعقیب لپاره پر بېلابېلو لارو چارو خبرې کوي، او واضحه ده چې د اعلی قوماندان په توګه د امریکا د پوځ کارول تل د هغه په واک کې یو انتخاب وي.»
د سپینې ماڼۍ دا بیان له هغې وروسته خپور شو چې اروپايي متحدینو، چې ډنمارک هم پکې شامل دی، په یوه ګډ بیان کې وویل چې دوی به د ګرینلنډ د حاکمیت او د هغې د ځمکنۍ بشپړتیا له دفاع څخه لاس وانخلي.
اروپايي مشرانو وویل: «ګرینلنډ ددوي د ولس ملکیت دی. یوازې ډنمارک او ګرینلنډ حق لري چې د ډنمارک او ګرینلنډ اړوند پرېکړې وکړي.»
هغوی امریکا په شمال قطب کې د امنیت او د دې سیمې د ساتنې په برخه کې، د روسیې او چین له نفوذ څخه د مخنیوي لپاره، یو مهم شریک وباله.
همداراز، د امریکا یوه چارواکي دا امکان رد نه کړ چې دا قلمرو له ډنمارک څخه وپېرل شي، او یا له ټاپو سره د ازادې همکارۍ تړون رامنځته شي.
د امریکا حکومت له دې ډول تړونونو سره ورته موافقې د مارشال ټاپوګانو له جمهوریت، د مایکرونیزیا له فدرالي ایالتونو او د پالاو له جمهوریت سره لري. په دغو تړونونو کې د مالي مرستو په بدل کې امریکا ته د امنیتي حضور اجازه ورکول کېږي.
امریکا له لسیزو راهیسې په ګرینلنډ کې پوځي اډه لري.