د بریتانیا حکومت وايي، د روان کال له پیل څخه د جون میاشتې تر پایه پورې په دغه هېواد کې د کډوالۍ کچه د تېر کال په پرتله له ۲۰۴ زرو څخه ۷۷ زرو کسانو ته راټیټه شوې ده.
د کرونا ویروس د وبا د مودې نه پرته له ۱۹۹۷ کال راهیسې دا په دغه هېواد کې د ثبت شویو کډوالو تر ټولو ټیټه شمېره ده. دغه کموالی ښيي چې د کارګرو، محصلینو او پناه غوښتونکو لپاره د کډوالۍ قوانین تر کومه بریده سخت شوي دي.
د بریتانیا د محافظهکار ګوند پخواني صدراعظم، ډیویډ کامرون، لومړی ځل په ۲۰۱۰ کال کې ژمنه کړې وه چې د کلنۍ کډوالۍ کچه به «لسګونو زرو» کسانو ته راټیټه کړي خو نوموړی ونه توانېد چې دې موخې ته ورسېږي.
د بریتانیا د ملي احصایې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه هېواد ته د کلنۍ خالصې کډوالۍ کچه اوس په ۲۰۲۳ کال کې خپل اوج ته له رسېدو وروسته، چې نږدې یو میلیون کسانو ته رسېده، شاوخوا ۹۰ سلنه راټیټه شوې ده.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې، شبانه محمود، ویلي چې د دغه هېواد حکومت یو ځل بیا د کډوالۍ د نظام کنټرول په خپل لاس کې اخیستی، خو ټینګار یې کړی چې د دغه نظام د لا عادلانه چلند لپاره لا هم نورو بدلونونو ته اړتیا ده.
هغې وویل: «موږ به دلته تم نه شو. زموږ اصلاحات د کنټرول بېرته ترلاسه کول او د کډوالۍ د یوه لا عادلانه نظام رامنځته کول دي؛ داسې نظام چې د خلکو ونډه وستايي او ورته انعام ورکړي.»
که کډوالي قانوني وي او که ناقانونه، دا مسله په تېرو لسو کلونو کې په بریتانیا کې د سیاسي بحثونو یوه مهمه برخه پاتې شوې ده. له اروپایي ټولنې څخه د ازادې کډوالۍ په اړه اندېښنو د بریتانیا خلک دې ته وهڅول چې په ۲۰۱۶ کال کې له دغې ټولنې څخه د وتلو په ملاتړ رایه ورکړي.
د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې، چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې ترسره شوې، د بریتانیا د وګړو لپاره د کډوالۍ موضوع له اقتصاد وروسته دویمه مهمه موضوع بلل شوې ده.
د «ریفورم یوکې» په نوم ګوند ویلي چې د کډوالو په شمېر کې کموالی د خوښۍ او لمانځلو لپاره هېڅ دلیل نه دی . دغه ګوند استدلال کوي چې د محافظهکار او کارګر ګوندونو د حکومتولۍ پر مهال د کلونو په اوږدو کې کډوالۍ پر عامه خدماتو او د استوګنې پر سکټور سخت فشار راوړی دی.
که څه هم چې د معلوماتو له مخې د روان کال د کډوالۍ کچه د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو په پرتله لا هم لوړه ده.
د روانې میاشتې په لومړیو کې، د کارګر ګوند په مشرۍ حکومت د هغو پلانونو جزئیات اعلان کړل چې له مخې به یې د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو لپاره د انتظار معمول موده له پنځو کلونو څخه لسو کلونو ته لوړه شي.
دغه ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې د کډوالۍ د کچې په اړه د خلکو اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي.