د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوګ د چهارشنبې په ورځ په دغه هېواد کې د تېرې اوونۍ د ټاکنو تایید شوې پایلې ومنلې او ویې ویل چې د نوي حکومت د جوړولو لپاره به د سیاسي ګوندونو له استازو سره مشورې پیل کړي.
د اسرائیل په پارلماني ټاکنو کې د دوو لویو سیاسي اړخونو څخه یو هم ونه توانېد چې د حکومت جوړولو لپاره اړین اکثریت څوکۍ ترلاسه کړي. اوس دواړه لوی ګوندونه د نوي حکومت د جوړولو لپاره له کوچنیو ګوندونو سره د خبرو اترو په حال کې دي.
د اکتوبر د ۲۷مې نېټې د ټاکنو د پایلو له مخې، د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو په مشرۍ ایتلاف ۵۳ څوکۍ او د اسرائیل د پوځ د پخواني لوی درستیز ګادي آیزنکوټ په مشرۍ ایتلاف د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو څخه ۴۸ څوکۍ ترلاسه کړې دي.
عربو ګوندونو هم د ۱۹ څوکیو په ګټلو سره بېسارې بریا ترلاسه کړې او ښايي د راتلونکي حکومت په جوړولو کې پرېکنده رول ولوبوي.
په همدې حال کې، د اسرائیل د ټاکنو کمېسیون ویلي چې په خپلو څېړنو کې یې د درغلۍ یا داسې سرغړونو هېڅ شواهد نه دي موندلي چې د ټاکنو پر پایلو یې اغېز کړی وي.
دا اعلان د نتنیاهو او د هغه د پلویانو لپاره یو ګوزار بلل کېږي؛ ځکه هغوی تر دې وړاندې، له باوري شواهدو پرته، عربي ګوندونه د ټاکنو د پایلو په لاسوهنه تورن کړي وو.
د ټاکنو کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي:"څېړنو داسې هېڅ شواهد نه دي ښودلي چې ټاکنیز بهیر یې له اعتباره غورځولی وي او یا یې پر پایلو اغېز کړی وي."
د اسراییلو د ټاکنو کمېسیون سرپرست دین لیوین هم ټینګار کړی چې ټول شکایتونه په جلا توګه او په ډېر دقت څېړل شوي، خو د هغو ادعاوو د ثابتولو لپاره هېڅ شواهد نه دي موندل شوي چې ټاکنې یې غیرمعتبرې او د نه منلو وئ بللې دي.
د ټاکنو کمېسیون د چارواکو په وینا، د بهرنیو د لاسوهنې د احتمال په اړه د اسراییلو د کورني استخباراتي اداري څېړنې لا هم روانې دي.
کمېسیون ویلي، که څه هم په ټاکنو کې د بهرنیو لوریو د احتمالي لاسوهنې ادعاوې جدي دي، خو دوی باور نه لري چې دغې احتمالي لاسوهنې دې د ټاکنو پر پایلو اغېز کړی وي.
د اسرائیل د ټاکنو کمېسیون مشر او د دغه هېواد د سترې محکمې قاضي، نوام سولبرګ، د یکشنبې په ورځ وویل:"زموږ دریځ دا دی چې که دغه شکونه ثابت هم شي، بیا به هم د ټاکنیز بهیر اعتبار او یا د ټاکنو ټولې پایلې تر پوښتنې لاندې را نه ولي."
د ټاکنو د تایید شویو پایلو د ترلاسه کولو وروسته، د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوګ به د چهارشنبې په ورځ له ټولو هغو ګوندونو سره چې پارلمان ته بریالي شوي، د هغوی د استازو لیدنې پیل کړي.