طالب چارواکي وايي چې د افغانستان او ایران په پوله د ایراني سرحدي ځواکونو د ډزو له امله لس افغان کډوال وژل شوي دي.
په فراه ولایت کې د طالبانو د امنیې قومانداني چارواکو ویلي، دغه افغانان چې د یکشنبې په ورځ یې هڅه کوله د "غیرقانوني" لارو د شیخ ابونصر فراهی سرحد له لارې ایران ته دننه شي، د سرحدي ځواکونو له لوري پرې ډزې وشوې.
د حریت په نوم یو سیمه ایز خبري اژانس د فراه د امنیې قومانداني د ویاند، محمد نسیم بدري، له قوله لیکلي چې وژل شوي کسان د فراه ولایت اوسېدونکي وو.
شاوخوا دوه اونۍ مخکې د "حالوش" په نوم د بشري حقونو سازمان هم راپور ورکړی و چې لږ تر لږه اوه افغان کډوال د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
تر دې وړاندې هم څو ځله داسې راپورونه خپاره شوي چې ایراني سرحدي ځواکونو پر افغان مهاجرو مخامخ ډزې کړې او افغانان یې وژلي دي، خو ایراني چارواکو دغه راپورونه رد کړي دي.
په ورته وخت کې، ایراني چارواکو په تېرو څو میاشتو کې، په ځانګړي ډول د ایران او اسرائیل ترمنځ د ۱۲ ورځني جګړې وروسته، د افغان مهاجرو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.
د ایراني چارواکو د شمېرو له مخې، شاوخوا شپږ میلیون افغانان په ایران کې اوسیږي، چې د روان کال د پیل راهیسې تر اوسه پورې له ۱.۵ میلیونو څخه ډېر افغان مهاجر چې زیاتره یې د اقامت قانوني اسناد نه لري، اکثره په جبري ډول افغانستان ته شړل شوي دي.
په همدې حال کې، د طالبانو د حکومت د افغان مهاجرو د ستونزو د حل کمېسیون ویلي چې د دوشنبې په ورځ ۳۱۶۴ افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
پاکستان چې د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې د افغان مهاجرو د اجباري اخراج پراخ بهیر رسما پیل کړ، تر اوسه له یو میلیون زیات افغانان بیرته افغانستان ته شړلي دي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بېکارۍ، د سرپناه نشتوالی، په ټولنو کې د ادغام ستونزې، د روغتیايي خدماتو او پاکو اوبو کمښت او د زده کړې په شمول د نورو بنسټیزو خدماتو ستونزو ته په اشارې چې له اجباري اخراج وروسته افغانان په افغانستان کې ورسره مخامخ دي، له ایران او پاکستان غوښتي چې د افغان مهاجرو جبري اخراج ودروي.
اروپایي اتحادیي او د ملګرو ملتونو د پوهنې، ساینس او فرهنګي ټولنې (یونسکو) اعلان کړی چې په افغانستان کې د سواد د زده کړې او اقتصادي پروګرامونو د لا پراختیا دپاره یې ۵. ۴ ملیون ډالر تخصیص کړي دي.