د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جی ډي ونس وايي چې په تجارتي بېړیو باندې د ایران له بریدونو سره سره د فارس له خلیج څخه په لویه پیمانه تېل او ګاز انتقالېږي او امریکايي پوځ به د بېړیو لارښوونې ته ادامه ورکړي.
نوموړي خبریالانو ته وویل چې امریکايي ځواکونه به د بېړیو د تګ راتګ په وړاندې د ایران د خنډونو مخه نیسي.
هغه وویل: «سره له دې چې ایرانیان هره ورځ کښتۍ ډاروي، خو ګورو چې د هرمز له تنګي څخه په لویه پیمانه تیل او ګاز انتقالېږي.»
ښاغلي ونس زیاته کړه: «ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې ایران به اتومي وسلې ونه شي لرلای، او کله چې موږ اقدام وکړ چې مطمین شو ایران اتومي وسلې نه شي لرلای، هغو د نړیوالو کښتیو په ډارولو سره ځواب ورکړ.»
په همدې حال کې د بریتانیا د سمندري تجارت د عملیاتو سازمان وايي چې د اوبلنو ګازو یو ټانکر د هرمز تنګي څخه د تېرېدو په مهال د یوې ناڅرګندې وسیلې په پرچو لګېدلی دی.
دغه سازمان ویلي دي چې د بېړۍ ټوله عمله روغه ده او بېړۍ خپل دویم تمځای ته سفر روان ساتلی.
د دوشنبې په ورځ یوې ناڅرګندې وسیلې د تېلیو یو ټانکر، چې د فارس خلیج ته روان و، په نښه کړ او دوه تنه سپاره یې ژوبل شول.
د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ ویلي دي چې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې یې د فارس له خلیج څخه د څه باندې یو ملیارد خامو تيلو په اېستلو کې مرسته کړې ده او وايي چې د متحدو ایالتونو د محاصرې له کبله ایران په دغې مودې کې هېڅ تیل نه دي صادر کړي.
سنټکام ویلي دي چې په ۱۱۰ بېړیو ته لارښوونه کړې چې محاصره عملي کړي.