د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مالیې وزیر: د ایران د رژیم ټول هوايي شرکتونه به وځنډول شي

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر
د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بسینت نن دوشنبه (سپتمبر۲۱) وویل چې د میزان د میاشتې له لومړیو څخه وروسته به د ایران د رژیم ټول هوايي شرکتونه وځنډول شي.

بسینت وویل چې ټول هغه هوايي شرکتونه، چې د ایران هوایي شرکتونو ته خدمت کوي، د امریکا له بندیزونو سره مخامخ کېدای او ډالري نظام ته یې لاسرسی پرې کېدای شي.

نوموړي له سي ان بي سي سره په مرکې کې وویل چې شرکتونه نه شي کولای په هوایي ډګرونو کې د ایران د رژیم الوتکو ته خدمات وړاندې کړي او یا یې ټکټونه وپلوري.

هغه خبرداری ورکړ که هر چا دا کار وکړ، « له ډالري نظام څخه به واېستل» شي.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت تر دې مخکې د ایران د رژیم په ټولو هوايي شرکتونو بندیزونه لګولي وو او له هغوی سره یې د همکارۍ په اړه خبرداری ورکړی و.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر همدغه راز ویلي دي چې له چینايي چارواکو سره یې په خبرو کې په ایران باندې د اقتصادي فشارونو په اړه فعال حضور درلوده.

نوموړي وویل چې امریکا له چین سره په ایران باندې د اقتصادي فشارونو په اړه مثبت مذاکرات درلودل.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG