په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر په ایران کې په درو د یوې سندرغاړې وهل 'بربریت' بللی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز د ایراني سندرغاړې پرستو احمدي په درو د وهل کېدلو غندنه کړې او دا کار یې د "منځنیو پېړیو بربریت" بللی دی.

والټز د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۲۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «پرستو احمدي او د هغې د موسیقۍ ډلې ته یوازې د دې لپاره د ۷۴ درو سزا ورکول چې په یوټیوب کې یې له حجاب پرته سندرې ویلي، د منځنیو پیړیو د بربریت ښکارندویي کوي.»

هغه وویل د ایران حکومت په داسې حال کې د نړیوالو نیوکو ته له له ځواب ویلو تېښته کوي چې د ښځو او هنرمندانو پر وړاندې سخت چلند یې د دغه هېواد د لا زیاتې انزوا لامل شوی دی.

والټز زیاته کړه چې متحده ایالتونه د ایران د خلکو ترڅنګ ولاړ دي او د هغو کسانو ملاتړ کوي چې د بیان، هنر او اساسي حقونو لپاره مبارزه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو د دوشنبې په ورځ سندرغاړې پرستو احمدي او د هغې د موسیقۍ د ډلې څلورو نورو غړو ته د قم په ولایت کې د سزا ورکول کېدو اعلان وکړ.

چارواکو ویلي چې پرستو احمدي، سهیل فقیه نصیري، امین طاهري، امیرعلي پیرنیا او محسن لشکري د محکمې د حکم له تائید وروسته هر یو په ۷۴ دُرو وهل شوي دي.

د دغو هنرمندانو دوسیه د قم په ولایت کې د هغه کنسرت سره تړاو لري چې ویډیو یې شاوخوا دوه کاله وړاندې د «کاروانسرا کنسرت» تر عنوان لاندې په یوټیوب کې خپره شوې وه.

په درو د وهل کېدو ترڅنګ دغه پنځه کسان د دوو کلونو لپاره د هنري فعالیتونو څخه منع شوي او له هېواد څخه په وتلو یې بندیز لګول شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په درو د وهلو د سزا د مخنیوي غوښتنه کړې او دا یې د شکنجې یوه بڼه بللې ده.

تر والټز مخکې، د امریکا د استازو جرګې غړې نانسي میس هم پرستو احمدي ته د سزا ورکولو پرېکړه غندلې وه.

نوموړې ویلي وو چې دا پېښه باید د ازادې نړۍ لپاره یو خبرداری وي. میس ادعا کړې وه چې د شرعي قوانینو پلي کول د ښځو پر ازادیو سخت محدودیتونه لګوي او د پرستو احمدي د سزا قضیه یې د همدې بهیر یوه بېلګه بللې ده.