واشنګټن د قدس ځواک او حزب الله د پیسو مینځلو پر شبکو بندیزونه ولګول

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګاټ اعلان کړی چې واشنګټن د حزب الله او د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواک د مالي سرچینو د پرې کولو د هڅو په لړ کې د پیسو لېږدولو په یوې شبکې باندې نوي بندیزونه لګولي دي.

پیګاټ د پنجشنبې په ورځ [اګست ۲۰مه] د یوې اعلامیې په خپرولو سره ولیکل: "دا شبکه د لېږدونکو په لاس چې د لبنان، ترکیې، متحده عربي اماراتو او ایران ترمنځ په سوداګریزو الوتنو کې سفر کوي، سلګونه میلیونه ډالر لېږدوي چې رژیم ته دا وړتیا ورکوي څو په ناقانونه توګه بهرني اسعار ترلاسه کړي، له بندیزونو ځان وژغوري، او د حزب الله نه مالي ملاتړ وکړي."

د بیان له مخې، د مالیې وزارت د یوې اړوندې شبکې پر هغو لسو کسانو هم بندیزونه لګولي چې د قدس ځواک او حزب الله ترمنځ يې نغدې پیسې تبادله کولې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې د شبکې د فعالیتونو د ګډوډولو لپاره څېړنې او اقدامات د متحدو ایالتونو او په ترکیه کې د شریکانو ترمنځ د "نږدې همغږۍ او همکارۍ" په پایله کې ترسره شوي دي.

پیګاټ ټینګار کړی چې متحده ایالتونه به د ایران د ملاتړو مالي شبکو ځپلو ته دوام ورکړي، هغه شبکې چې حزب الله ته د سولې په لار کې د خنډ جوړولو وړتیا ورکوي، د لبنان د حکومت د کمزورۍ لامل کېږي او د واشنګټن د سیمه ییزو ملګرو امنیت ته ګواښ پېښوي.

تر دې یوه ورځ مخکې، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد د 'ځپونکو اقتصادي عملیاتو' د پیل کولو اعلان کړی او ویلي وو چې تر دې دمه دومره جدي اقتصادي فشار د بل هېڅ هېواد پر ضد نه دی کارول شوی.