په افغانستان کې بازارونه فعال خو خوراک کم دي- راپور

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په یوه نوي راپور کې ویلي که څه هم د افغانستان بازارونه فعاله دي، خو د سوداګرۍ لارو بدلیدل، لوړې بیې، او د کار بازار کمزوری حالت ښيي چې اقتصادي فشارونه لا هم دوام لري.

دغه راپور، چې د پنجشنبې په ورځ د اپریل په ۱۶مه خپور شوی او د اپرېل د دویمې اوونۍ وضعیت رانغاړي، ښيي چې د اساسي خوراکي توکو لکه د وریژو بیې د تېر کال د همدې مودې په پرتله له ۲۴ تر ۴۷ سلنې پورې لوړې شوې دي.

همدارنګه، د غنمو بیه شاوخوا ۲۰ سلنه، د پخلي غوړو ۱۰ سلنه او د بورې بیه نږدې ۱۹ سلنه لوړه شوې ده.

د راپور له مخې، د اکمالاتو لړۍ اوس هم تر ډېره لوېدیځو او شمالي لارو ته اوښتې ده، چې دې کار په ټول هېواد کې د توکو موجودیت سره مرسته کړې ده خو د ترانسپورت لګښتونو او بازار ته د توکو رسیدو وخت یې ډیر کړی.

اوس مهال شاوخوا ۶۰ سلنه واردات د اسلامقلعه بندر له لارې هېواد ته داخلیږي، دې تمرکز د سوداګرۍ پر مهمو دهلېزونو فشار زیات کړی او د ځنډ او خنډ خطر یې لوړ کړی دی.

د راپور له مخې، د افغانۍ ارزښت د ډالر پر وړاندې په ۶۴.۹ افغانیو ثابت پاتې شوی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله شاوخوا ۱۰ سلنه پیاوړی دی.

د غیرخوراکي توکو لکه ډیزلو بیه لږه راکمه شوې، خو د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه لوړه ده، چې لامل یې د روسیې او مرکزي اسیا له هېوادونو څخه د عرضې محدودیتونه او د انرژۍ نړیوال لوړ قیمتونه بلل کیږي. همدارنګه، د سرې بیې هم لوړې شوې دي. په راپور کې راغلي چې د کار بازار لا هم کمزوری دی.

اوسط کار یوازې ۱.۷ ورځې په اوونۍ کې موندل کیږي، چې د تېر کال او درې کلن اوسط په پرتله کم دی.

که څه هم د اوړي په راتلو سره د کار فرصتونو د زیاتېدو تمه کیږي، خو د کارګرانو ترمنځ سیالي زیاته شوې ده. د ورځني مزد کچه کې تر ډېره بدلون نه دی راغلی، خو د توکو لوړه بیه د خلکو د پېرلو توان محدود کړی دی.