د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په ۲۰۲۷ کال کې ۹۱ میلیونه خلکو ته د مرستې رسولو لپاره ۱۲.۱۵ میلیارده امریکایي ډالرو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام په تازه اعلان شوي پلان کې ویلي چې په ۲۰۲۷ کال کې ۹۱ میلیونه خلکو ته مرستې ورسوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۶ کال کې یې د ۱۰۳ میلیونه خلکو د مرستې پلان درلود.
د مرستې د ترلاسه کوونکو د شمېر دا کموالی د هغو ستونزمنو پرېکړو څرګندونه کوي چې د خوړو نړیوال پروګرام اړ دی ترسره یې کړي؛ ځکه بشري اړتیاوې لا هم لوړې دي، خو مالي مرستې د دغو اړتیاوو له زیاتوالي سره سمون نه خوري. په څرګنده توګه، د خوړو نړیوال پروګرام اړ دی چې لومړی هغو خلکو ته لومړیتوب ورکړي چې له تر ټولو سختې لوږې سره مخ دي
د خوړو نړیوال پروګرام په اعلاميې کې ویلي: په ۲۰۲۷ کال کې د خپلو عملیاتو لپاره ۱۲.۱۵ میلیارده امریکایي ډالرو ته اړتیا لري. د دې بودجې نږدې ۷۲ سلنه د بېړنیو مرستو لپاره، ۲۴ سلنه د مقاومت او پر ځان بساینې د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره او ۴ سلنه د لوږې د بنسټیزو لاملونو د حل لپاره ځانګړې شوې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو پر اساس، ختیځه او سویلي افریقا لا هم د خوړو د نړیوال پروګرام تر ټولو لویه عملیاتي سیمه ده، چې د ۴.۶ میلیارده امریکایي ډالرو اړتیا لري. دا اندازه د خوړو د نړیوال پروګرام د ۲۰۲۷ کال د ټولې بودجې نږدې ۳۸ سلنه جوړوي.همدا شان منځنی ختیځ، شمالي افریقا او ختیځه اروپا ورپسې راځي، چې د دې سیمې لپاره ۳.۲ میلیارده امریکایي ډالرو ته اړتیا ده. دا اندازه په ټوله سیمه کې د پراخو بشري عملیاتو څرګندونه کوي.
په یو بل راپور کې د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشر ویلي چې په ټول افغانستان کې لوږه او خوارځواکي په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دهاوتر بل هر وخت ډېر خلک له لوږې سره لاس او ګریوان دي.
جان آیلایف ویلي:" په راتلونکو څو میاشتو کې به ۱۹ میلیونه خلک چې د ټول نفوس نږدې ۴۰ سلنه کیږي، له سختې لوږې سره مخ شي؛ هغه ډول لوږه چې ژوند له ګواښ سره مخ کوي."
د لوږې کچې په اړه اندیښنه
ملګري ملتونه وايي په ټوله نړۍ کې د خوراکي بحران له هېوادونو سره تړاو لرونکي ۲۶۶ میلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي.
ملګري ملتونه ویلي چې جګړه د لوږې اصلي لامل دی؛ ځکه چې جګړې د خوراکي توکو تولید او بازارونه ګډوډ کړي، خلک یې له خپلو کورونو بې ځایه کړي او د بشري مرستندویه سازمانونو لپاره یې اړمنو خلکو ته د مرستو رسول ستونزمن کړي دي
د ډبیلو ایف پي د معلوماتو له مخې، نږدې ۷۰ سلنه هغه خلک چې له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي، په زیانمنونکو یا جګړه ځپلو هېوادونو کې ژوند کوي.
ځینې تر ټولو سخت وضعیتونه په سوډان، سومالیا او جنوبي سوډان کې لیدل کېږي، چې د دغو هېوادونو په ځینو سیمو کې لا هم د قحطۍ خطر یوه جدي اندېښنه ده.
افغانستان، هایټي، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او د فلسطین غزې تړانګه هم د هغو سېمو په توګه پېژندل شوې دي چې د بشري وضعیت له پلوه د خورا لوړې اندېښنې وړ دي.