د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې د خوړو د کمښت ستونزه جدي ده

د خوړو نړیوال پروګرام یا (ډبلیو اف پي ) وایي چې په افغانستان کې بشري ناورین ورځ تر بلې د لا شدت په لور روان دی او دا مهال په ټول هېواد کې له ۱۳ اعشاریه ۸ میلیونو څخه ډېر خلک د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي چې اقتصادي رکود، د بې‌کارۍ زیاتوالی او د اقلیم اړوند طبیعي پېښو میلیونونه کورنۍ د ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړې دي. بشري مرستندویو ادارو خبرداری ورکړی چې د سیمې زیاتېدونکي کړکېچونه او د خوراکي توکو لوړې بیو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره وضعیت لا پسې ستونزمن کړی.

د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، نږدې پنځه میلیون ماشومان، د امیندوارو او شیدې ورکوونکو میندو ترڅنګ، دا مهال په افغانستان کې د خوارځواکۍ له ستونزې هم کړېږي.

په هېواد کې دننه اوسېدونکي وایي چې ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د کافي خوړو برابرولو توان نه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې بشري مرستندویه فعالیتونه له سخت فشار سره مخ دي او د خوارځواکو میندو او ماشومانو لپاره د ځانګړو غذایي موادو زېرمې مخ په کمېدو دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کوي چې د تغذیې مرستندویه پروګرامونه د زیانمنو شویو ټولنو لپاره حیاتي ارزښت لري او خبرداری یې ورکړی چې د مرستو کمښت او ګډوډي د سلګونو زرو میندو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کوي.

په افغانستان کې اقتصادي وضعیت په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په چټکۍ سره خراب شوی، چې له امله یې نړیوالې مرستې په پراخه کچه کمې شوې او بې‌کاري زیاته شوې ده.