د ایبولا ویروس د خپرېدو په اړه اندېښنې

د متحدو ایالتونو حکومت پرېکړه کړې چې هغه مسافر چې په تېرو ۲۱ ورځو کې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، یوګانډا یا جنوبي سوډان ته تللي، امریکا ته د داخلېدو پر مهال به د واشنګټن په ډالس نړیوال هوايي ډګر کې له ځانګړې روغتیایي څارنې تېرېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه سفري مشوره کې ویلي، هغه امریکایي اتباع او قانوني دایمي اوسېدونکي چې له دغو هېوادونو څخه امریکا ته ستنېږي، باید د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) او د ګمرک او سرحدي ساتنې ادارې له خوا ځانګړې روغتیایي ارزونه ترسره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې د وژونکې ناروغۍ په پیژندلو کې "یو څه ناوخته" اقدام کړی.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر د چهارشنبې په ورځ په ژینو کې وویل: “موږ د هېوادونو ځای ناستي نه یو، یوازې ملاتړ یې کوو.” هغه زیاته کړه چې ښایي دا څرګندونې د نړیوالو روغتیایي مقرراتو او د روغتیا نړیوال سازمان د مسؤلیتونو د ناسم درک له امله شوې وي.

نړیوال روغتیایي چارواکي دا مهال په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا د سلګونو مشکوکو پېښو څارنه کوي. د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۱۳۴ مشکوکې مړینې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا د خپرېدو له امله نړیوال روغتیایي بیړنی حالت اعلان کړی و.

د دوشنبې په ورځ د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز اعلان وکړ چې هغه بهرني پاسپورټ لرونکي کسان امریکا ته نه شي داخلېدای چې په تېرو ۲۱ ورځو کې له یادو درېیو هېوادونو څخه په یوه کې پاتې شوي وي.