ټرمپ : تمه ده د امریکا او چین پلان شوې سرمشریزه په پنځو یا شپږو اونیو کې وشي

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ وویل چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د پلان شوې غونډې پر مهالویش پریکړه کیږي. دا پداسې حال کې ده چې متحده ایالات د ایران پر وړاندې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

ولسمشر ټرمپ وویل: "موږ غونډه بیا تنظیموو، او داسې ښکاري چې په شاوخوا پنځو اونیو کې به ترسره شي."

هغه زیاته کړه: "موږ له چین سره کار کوو، او هغوی هم ورسره موافق وو. زه د ولسمشر شي سره د لیدو په تمه یم. هغه هم زما د لیدو په تمه دی، زما په اند موږ له چین سره ښې اړیکې لرو. له اقتصادي پلوه، چین په حقیقت کې زموږ لپاره ډېر ګټور ثابت شوی دی، لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ. دا د پخوا په پرتله ډېر توپیر لري نو موږ پلان لرو چې دا په پنځو یا شپږو اونیو کې ترسره کړو.”

ټرمپ یوه ورځ مخکې هم دې بدلون ته اشاره کړې وه، او د دوشنبې په ورځ یې خبریالانو ته ویلي وو چې له چین سره غونډه به "شاوخوا یوه میاشت یا تر هغې د لنډ وخت دپاره" وځنډول شي. دا پداسې حال کې ده چې متحده ایالات د ایران پر وړاندې خپل پوځي عملیات روان ساتي.

ولسمشر ټرمپ وویل: "د جګړې له امله، زه غواړم دلته واوسم. زه باید دلته واوسم، داسې احساس کوم."

هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "د بدلون لامل بله هیڅ کومه پټ مسله نده دا ځنډ د جګړې له امله دی . داسې نه ده لکه چې ووایو، شي، زه درته انتظار کوم’. خبره ډېره ساده ده. موږ د جګړې په جریان کې یو. زما په اند دا مهمه ده چې زه دلته واوسم. نو کېدای شي لږ ځنډ راشي، خو ډېر به نه وي.”

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولاین لیویټ وویل چې ولسمشر ټرمپ چین ته د سفر کولو لپاره لېواله دی، خو دا مهال د هیواد د سر اعلی قومندان په توګه تر ټولو مهم لومړیتوب د "حماسي غضب عملیاتو " د بریا یقیني کول دي.

د ټرمپ په سفر کې دا ځنډ وروسته له هغه راغی چې وروسته له دې چې امریکا او اسراییلو پر ایران پوځي بریدونه وکړل تهران ګواښ وکړ چې د هرمز تنګی به د بېړیو پر مخ وتړي،.

ولسمشر ټرمپ د چین په ګډون، له خپلو متحدینو، وغوښتل چې د دې تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ په بیا تأمین کې مرسته وکړي، خو دغه غوښتنه تر ډېره رد شوې ده.

چین، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دوو میاشتو کې یې هره ورځ شاوخوا ۱۲ میلیونه بېرله تېل وارد کړي، چې په نړۍ کې تر ټولو زیاته اندازه تیل دي، تر اوسه پورې په مستقیم ډول ځواب نه دی ورکړی.

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسینټ، چې په پاریس کې یې د چین د مرستیال صدراعظم هې لیفینګ سره د دوو ورځو سوداګریزو خبرو مشري کوله، هڅه وکړه چې د دې ځنډ علت روښانه کړي.

بېسینټ خبریالانو ته وویل: "دا له دې سره هېڅ تړاو نه لري چې چین د هرمز تنګي په اړه کومه ژمنه کړې وي." هغه د پاریس خبرې "رغنده" وبللې او ویې ویل چې دا "د اړیکو ثبات ښيي."

بېسینټ په ایکس ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې زیاته کړه چې اداره یې "د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر شي تر منځ د راتلونکې غونډې پر لور ښه پرمختګ کوي."

هغه ولیکل: "موږ به په راتلونکو څو ورځو کې یو بیان خپور کړو چې د نړۍ د لومړي او دوهم لویو اقتصاد لرونکو هیوادونو تر منځ د اړیکو ثبات بیا تایید کړي."

رویټرز راپور ورکړی چې د پاریس خبرو د امریکا د کرنیزو توکو لکه چرګانو، غوښې او د سوی بین پرته نورو کرنیزو محصولاتو د احتمالي زیاتېدونکو چینایي پېرودنو، همدارنګه د نادرو فلزاتو جریان چې تر ډېره د چین تر کنټرول لاندې دي، او د دوه اړخیزې سوداګرۍ او پانګونې د مدیریت لپاره پر نوو لارو تمرکز درلود.

د امریکا یي چارواکو په وینا، ټاکل شوې وه غونډه د مارچ له ۳۱ څخه تر اپرېل ۲ پورې تر سره شي.

بیجینګ هېڅکله د ټرمپ د سفر رسمي نېټې اعلان نه دی کړې، او عموماً د شي جین پینګ مهالوېش مخکې له مخکې نه څرګندوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان وویل چې بیجینګ لا هم د دې سفر په اړه له واشنګټن سره په اړیکه کې دی.