هر یو ساعت کې د زېږون پر مهال د یوې میندوارې افغان میرمنې مړینه - راپور

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د میندو مړینه د روغتیا د ترټولو جدي بحران په توګه بیان کړې، چې له کبله یې د هرو ۱۰۰،۰۰۰ ژوندیو زیږونونو لپاره ۵۲۱ میندواره میرمنې د زیږون پرمهال مري.

دغه سازمان راپور ورکوي چې په افغانستان کې په هر ساعت کې یوه مور د مخنیوي وړ روغتیایي ستونزو له امله مري؛ دا یوه حیرانونکې احصایه ده چې د روغتیايي متخصصینو، په باور د اغیزمنو او لاسرسي وړ روغتیایي خدماتو لپاره بیړنۍ اړتیا ښیې.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د دې مړینو لویه برخه د هغو ناروغیو او پیچلتیاوو له امله رامینځته کیږي چې "مخنیوی او درملنه یې ممکنه ده."

راپور د میندو د مړینې د مهمو لاملونو په توګه شدیده وینه بهیدنه، د وینې لوړ فشار، سیپسس او ستونزمن زیږونونه یادوي.

ډاکټران ټینګار کوي چې دا پیچلتیاوې او ناروغۍ په بشپړ ډول د مخنیوي او درملنې وړ دي، مګر په وخت سره روغتیا يي آسانتیاوو ته نه لاسرسی او د زیږون پرمهال د مسلکي روغتیایي کارمندانو نه شتون دا خطرونه د پام وړ زیاتوي.

سربیره پردې، بله جدي ناروغي لکه د زیږون فیسټولا هم د زرګونو میرمنو ژوند اغیزمن کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې دا ناروغي، چې په عمده توګه د اوږد او ستونزمن زیږون له امله رامینځته کیږي، د دوامداره نظمه ادرار، اوږدمهاله روغتیایی ستونزو او ټولنیز محرومیت لامل کیږي.

ډاکټران ټینګار کوي چې ډیری میرمنې چې د فستولا سره مخ دي د "شرم، ټیټ پوهاوي او د تخصصي خدماتو نشتوالي" له امله د کلونو لپاره په خاموشۍ کې رنځ وړي. دوی سپارښتنه کوي چې د دې ناروغۍ درلودل "د شرم سرچینه" نه ده او باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړي.

په هرصورت، دغه نړیوال سازمان ټینګار کړی چې سره له دې چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې روغتیا ته د پاملرنې په وضعیت کې نسبي ښه والی راغلی، مګر د میندوارۍ او زیږون پرمهال د ډیرې میرمنو ژوند لاهم د خطر سره مخ دی.

"د زیږون د مخه پاملرنې کچه له ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ راهیسې له ۳۱ سلنې څخه ۷۶ سلنې ته لوړه شوې ده، او د زیږون پرمهال د مسلکي روغتیایي کارمندانو شتون له ۲۴ سلنې څخه ۶۷ سلنې ته لوړ شوی دی. همدارنګه، د ماشومانو د مړینې کچه په ۲۰۰۰ کال کې په هرو ۱۰۰۰ ژوندیو زیږونونو کې له ۱۲۹ څخه په ۲۰۲۳ کې ۵۶ ته راټیټه شوې ده."

پداسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په وینا، په افغانستان کې اوس مهال له ۸۰۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ پورې قابلې شتون لري، د قابلو نړیوال کنفدراسیون د مسلکي قابلو د کمښت په اړه خبرداری ورکړی، او ویلي یې دي چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هیوادونه له یو ملیون څخه زیاتو قابلو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی، ډاکټر اډوین سینیزا سلواډور، وايي چې ټولې امیندواره میرمنې د زیږون پاملرنې ته د لاسرسي مستحقې دي.

"هیڅ ښځه باید د امیندوارۍ او زیږون پرمهال بې پروا پاتې نشي، او هر ماشوم د ژوند د غوره پیل مستحق دی."

اډوین سینیزا سلواډور یادونه وکړه چې د اسلامي پراختیایي بانک په ملاتړ، نړیوال روغتیايي سازمان "د میندو لپاره اړینو خدماتو ته لاسرسی پراخوي او ډاډ ترلاسه کوي چې د میندوارۍ له پیچلتیاو څخه اغیزمنې میرمنې هغه پاملرنه، او ملاتړ ترلاسه کوي چې دوی یې مستحقې دي."