د ایبولا ویروس د خپریدو له کبله په کانګو کې د اوربند غوښتنه

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهانوم ګیبرییسوس د کانګو په ختیځ کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ایبولا ناروغۍ خپرېدل «له غبرګون څخه چټک روان دي»، ځکه پر روغتیايي مرکزونو بریدونو د ناروغۍ د پېښو څارنه «نږدې ناممکن» کړې ده.

ټیډروس د سې شنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پوسټ کې لیکلي: « په داسې حال کې چې بمبارۍ روانې وي، موږ نه شو کولی د خلکو باور ترلاسه کړو یا ناروغان جلا وساتو.»

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې څه باندې ۹۰۰ مشکوکې پېښې ثبتې شوي او لږ تر لږه ۲۲۰ کسان مړه شوي دي. همدارنګه، په ګاونډي یوګانډا کې د ایبولا اووه تائید شوې پېښې ثبتې شوې دي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) د امریکا رسنیو ته د یوه استول شوي ایمیل له مخې، له خپلو کارکوونکو غوښتي چې د امریکا په هوايي ډګرونو کې د ایبولا د څارنې لپاره رضاکارانه کار وکړي.

د دې مرکز سرپرست مشر جې بهټاچاریا په یوه ایمیل کې ویلي چې دې ادارې د مې په ۱۸مه د بیړني غبرګون دوهمه کچه فعاله کړې او اوس د خپل عادي غبرګون ډلې څخه بهر هم د کارکوونکو د جلبولو هڅه کوي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د نیویارک د جان ایف کېنېډي نړیوال هوايي ډګر د څلورم څارنې مرکز په توګه ور زیات کړی، چې د واشنګټن ډالس، اټلانتا او هوسټن له هوايي ډګرونو سره یوځای به د ایبولا څارنه ترسره کوي.

هغه امریکايي وګړي او اتباع چې د امریکا ته له رسېدو ۲۱ ورځې مخکې په کانګو، یوګانډا یا جنوبي سوډان کې پاتې شوي وي، باید امریکا ته د دغو څلورو ټاکل شویو هوايي ډګرونو له لارې داخل شي ترڅو نورو ښارونو ته له تګ مخکې پرمختللې روغتیايي معاینې یې ترسره شي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنوي مرکز د تازه اعلامیې له مخې، د امریکا ګرین کارډ لرونکي اوسېدونکي چې په تېرو ۲۱ ورځو کې کانګو، یوګانډا یا جنوبي سوډان ته تللي وي، د ۳۰ ورځني امر تر مودې پورې امریکا ته له ننوتلو منع شوي دي.

کاناډا هم اعلان کړی چې د چهارشنبې له ورځې به د کانګو، یوګانډا او جنوبي سوډان د اوسېدونکو پر داخلېدو ۹۰ ورځنی بندیز ولګوي، او له اغېزمنو سیمو راغلي مسافر به اړ وي چې د ۲۱ ورځو لپاره ځان قرنطین کړي. باهاماس ټاپوګانو هم د ۳۰ ورځو لپاره ورته محدودیتونه لګولي دي.

تر اوسه په متحدو ایالتونو کې د ایبولا هېڅ تائید شوې پېښه نه ده ثبت شوې. د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنوي مرکز وايي چې د امریکايیانو لپاره د دې ناروغۍ خطر لا هم ټیټ دی.

امریکا د جنورۍ په میاشت کې په رسمي ډول له روغتیا نړیوال سازمان (WHO) څخه وتلې او د نړیوالې روغتیا لپاره یې مالي ملاتړ هم کم کړی دی.