روسیې کې د طاعون په یو څېړنیز مرکز کې د یوې ښځې مړینه

ټیډروس ادهانوم ګبریسوس، د روغتیا نړیوال سازمان رئیس

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۷) وویل چې په روسیې کې د طاعون ناروغۍ د یو څېړنیز مرکز د یوې کارکوونکې د مړینې په اړه له روسي چارواکو سره په تماس کې دی او وضعیت له نږدې څاري.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس، ټیډروس ادهانوم ګبریسوس په یوې اعلامیې کې لیکلي چې دا ښځه د جمعې په ورځ [اکټوبر ۲مه] روغتون ته له لیږدول کېدو وروسته مړه شوه. هغه زیاته کړې چې د روسیې روغتیايي چارواکو د روغتیا نړیوال سازمان ته د طاعون د کومې مثبتې پیښې د ثبتولو راپور ندی ورکړی.

ټیډروس وویل: «روسي چارواکو د روغتیا نړیوال سازمان ته معلومات ورکړي چې اپیډیمیولوژیکي څېړنه ترسره شوې، د مخنیوي او کنټرول اقدامات عملي شوي او هغه کسان چې له دې ښځې سره په تماس کې وو، تر طبي څارنې لاندې نیول شوي او معاینات یې شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې د روسیې د راپور له مخې، له دغې ښځې سره په تماس کې شویو کسانو کې د لوړې کچې ګواښ لرونکو ناروغیو هېڅ نښه نه ده موندل شوې.

ټیډروس وویل: «د روغتیا نړیوالو مقرراتو له مخې پر وخت، بشپړ او شفاف معلومات شریکول خورا مهم دي، څو د متضادو راپورونو وضاحت وشي او د عامې روغتیا د احتمالي خطرونو دقیقه ارزونه ممکنه شي.»

د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف خبریالانو ته وویل چې روسیې د «معمول بهیر» له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ته معلومات ورکړي دي.

د متحدو ایالتونو چارواکو د دې وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده، او ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي وو چې ډېر ژر به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له روسیې وغوښتل چې له نړیوالې ټولنې سره د ناروغۍ په اړه نور معلومات هم شریک کړي، ځکه دا به د وضعیت په اړه د لا اغېزمن غبرګون زمینه برابره کړي.

روبیو وویل: «د ویلو لپاره همدومره بس ده چې موږ دا موضوع له خورا نږدې څارو، او زما په اند ټوله نړۍ هم ورته په ډېر دقت ګوري، ځکه چې له دې موضوع څخه د ترلاسه کېدونکو معلوماتو پر بنسټ به موږ وکولای شو وپوهېږو چې څنګه باید غبرګون وښیو.»