د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان روغتیايي سیستم له ډېر فشار سره مخامخ دی او په هرو دریو افغانانو کې یې یو ابتدايي صحي خدمت ته لاسرسی نه لري.
په همدغې حال کې دا سازمن وايي په افغانستان کې یې د روغتیايي خدمتونو د زیاتولو او پراخولو لپاره یې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ له ادارې (اوچا) او ځینو نورو ادارو څخه څه باندې ۶.۳ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغو مرستو کې ۴.۹۸ میلیون ډالر یې د «مرکزي بیړني غبرګون صندوق» او ۱.۳۹ میلیون ډالر د «افغانستان بشري مرستو صندوق» له لوري دي.
اعلامیه وايي چې دا مرستې دا زمینه برابروي چې په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه لومړني روغتیايي مرکزونه فعاله کړي، د څارنې ملاتړ ډلې ځای په ځای کړي او نور روغتیايي خدمتونه برابر او خلکو ته ورسوي.
په اعلامیې کې د افغانستان لپاره د روغتیا سازمان د استازي اډوین سینیزا سلوادور له قوله ویل شوي دي: «د روغتیا نړیوال سازمان د ورکړل شوې مرستې هرکلی کوي، چې له امله به یې د مخنیوي وړ مړینو مخنیوی وشي، د ناروغیو د خپرېدو په وړاندې به زموږ د غبرګون وړتیا پیاوړې شي، او هغو زیان منونکو ټولنو ته به لاسرسی ومومو چې له لوړ خطر سره مخ دي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان چې د اقتصادي او چاپېریالي کړکیچونو، جبري ستنېدنو او بې ځایه کېدو له کبله اغېزمن شوي دي. دا مرستې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ته دا توان ورکوي چې خپل خدمات پراخ کړي او ډېرو خلکو ته په ډېرو سیمو کې خدمتونه ورسوي.»
اعلامیه وایي چې دا دا ګډې پروژې به له ۷۴۷ زرو څخه زیاتو خلکو ته مستقیمه ګټه ورسوي، او د ناروغیو د خپرېدو د کنټرول د تدابیرو د ښه والي له لارې به ۲.۴ میلیونه نور وګړي په غیر مستقیمه توګه ترې ګټه واخلي.
دا مرستې په داسې حال کې شوي دي، چې د اعلامیې په اساس د افغانستان روغتیايي سیستم له ډېر فشار سره مخامخ دی او په هرو دریو افغانانو کې یې یو ابتدايي صحي خدمت ته لاسرسی نه لري.