په کانګو کې د ایبولا ویروس د چټکې خپرېدو په اړه اندیښنې

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی چې په کانګو کې د ایبولا ناروغۍ خپرېدل "په چټکۍ" روان دي. د دې سازمان په وینا، د مشکوکو پېښو شمېر نږدې ۷۵۰ ته رسېدلی او لږ تر لږه ۱۷۷ مشکوکې مړینې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر تیدورس ادهانوم غبریوسوس د جمعې په ورځ دا وضعیت "ډېر ناامنه" وباله.

سره له دې چې د روغتیا نړیوال سازمان تر اوسه د ایبولا یوازې ۸۲ پېښې په رسمي ډول تایید کړې دي، خو وایي چې شک لري "په کانګو کې د ناروغۍ خپرېدل تر دې ډېر پراخ وي. "

دغه سازمان په ملي کچه د خطر ارزونه له "لوړ" څخه "ډېر لوړ" ته پورته کړې، خو ویلي یې دي چې د نړیوالې کچې خطر لا هم "ټیټ" پاتې دی.

ټېدروس وویل، "په یوګانډا کې وضعیت باثباته دی. په یوګانډا کې نیول شوي اقدامات، د نږدې تماس لرونکو کسانو جدي څارنه او د شهیدانو ورځې د لمانځغونډې لغوه کول، داسې ښکاري چې د ویروس د نور خپرېدو په مخنیوي کې اغېزمن دی. "

په یوګانډا کې د مې له ۱۶مې نېټې راهیسې د ایبولا کومه نوې تایید شوې پېښه نه ده ثبت شوې.

په همدې حال کې، دوه امریکايي اتباع چې دغې سیمې ته یې سفر کړی و، اوس د ایبولا ناروغۍ له امله له هېواده بهر تر درملنې لاندې دي. یو امریکايي ډاکټر په ویروس اخته شوی او دا مهال یې په جرمني کې درملنه کیږي. بل هغه کس چې د لوړ خطر تماس لرونکی ګڼل کېږي، د څارنې لپاره د چک جمهوریت ته لېږدول شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ پخپل ایکس حساب کې په یوه پیغام کې د چک جمهوریت له مرستې مننه کړې او ویلي یې دي، "په پراګ کې د هغو روغتیايي کارکوونکو مننه کوو چې د ایبولا له سیمې ایستل شوي امریکايي کس ته پاملرنه کوي. "

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د ایبولا ویروس له امله نوي سفري سپارښتنې هم اعلان کړې. د نویو لارښوونو له مخې، هغه الوتنې چې داسې کسان لېږدوي چې په وروستیو کې یې کانګو، یوګانډا یا جنوبي سودان ته سفر کړی وي، باید د امریکا متحده ایالتونو ته د داخلېدو پر مهال د واشنګټن دالس په نړیوال هوايي ډګر کې د روغتیايي څارنې لپاره ښکته شي.