ولسمشر ټرمپ په کاناډا باندې د تعرفو په اړه؛ له امریکا پرته کاناډا نه شي پایدای

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کاناډا باندې د متحدو ایالتونو د تعرفو په اړه په خپل یو تازه بیان کې ویلي چې کاناډا له متحدو ایالتونو پرته نه شي پایدای.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ (اګست۲۴) په خپل ټروټ سوشل کې لیکلي دي: «...متحده ایالتونه تر کاناډا ستره، شتمنه او غښتلې ده. کاناډا له متحدو ایالتونو پرته نه شي پایدای..»

ښاغلي ټرمپ دا بیان د کاناډا د انټاریو اعلی وزیر ډ‌اک فورډ د انتقادونو په ځواب کې لیکلی دی. ډاک فورډ په کاناډايي توکو باندې د متحدو ایالتونو د تعرفو په لګولو انتقادونه کړي، ولسمشر ټرمپ د هغه د انتقادونو د غندنې تر څنګ لیکلي چې کاناډا «خپلې ټولې پېسې له متحدو ایالتونو څخه ترلاسه» کوي.

ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې په کاناډايي صادراتو باندې به ۵۰ فیصده تعرفي لګوي او د دغو تعرفو لګول د شنبې په ورځ پیل شول. دا تعرفې د ۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت په کاناډايي توکو باندې اغیز کوي چې المونیم، موټرونه، وسپنه او ځینې نور صنعتي اجناس په کې شامل دي.

سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې ناکامې شوې، خو د کاناډا صدراعظم مارک کارني ویلي دي چې په دې اړه له متحدو ایالتونو سره یوه متقابله معامله ممکنه ده.