د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او کاناډا سوداګریز کړکېچ او اقتصادي اغېزې

 واشنګټن د کاناډا پر شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالرو توکو ۵۰ سلنه تعرفې نافذې کړې
واشنګټن د کاناډا پر شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالرو توکو ۵۰ سلنه تعرفې نافذې کړې

د امریکا او کاناډا ترمنځ سوداګریز کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې د یوې نوې سوداګریزې موافقې لپاره د دواړو هېوادونو خبرې ناکامې شوې او واشنګټن د کاناډا پر شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالرو توکو ۵۰ سلنه تعرفې نافذې کړې.

د امریکا نوې تعرفې د شنبې په ورځ وروسته له هغې نافذې شوې چې د دواړو هېوادونو چارواکي د څو ورځو خبرو باوجود د پاتې اختلافاتو پر حل موافقې ته ونه رسېدل.

د کاناډا صدراعظم مارک کارني د جمعې په ورځ د خبرو د ځنډولو اعلان وکړ او کاناډايي مذاکره کوونکو ته یې امر وکړ چې له واشنګټن څخه بېرته اوټاوا ته ستانه شي.

کارني ویلي چې د خبرو په وروستیو ساعتونو کې امریکا په خپل وړاندیز کې داسې بدلونونه راوستل چې د کاناډا لپاره د منلو وړ نه وو. هغه ویلي، کاناډا داسې موافقه نه شي منلی چې د دغه هېواد کارګران او مهم اقتصادي سکتورونه د نړیوالو سیالانو په پرتله په کمزوري حالت کې راولي.

امریکايي چارواکي بیا د خبرو په ناکامه کیدو کې کاناډا ګرمه بوله. د امریکا د سوداګرۍ استازي جېمیسن ګریر ویلي چې اوس مهال له کاناډا سره نوې سوداګریزې خبرې نه دي پلان شوې او واشنګټن به د کاناډا د ځوابي اقداماتو په مقابل کې خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.

د ټرمپ اداره وايي، تعرفې د امریکا د سوداګرۍ په وړاندې د کاناډا د هغو پالیسیو د ځواب لپاره لګول شوې چې واشنګټن یې تبعیضي او ناعادلانه بولي. سپینې ماڼۍ ویلي چې هدف یې د امریکايي سوداګرۍ، تولیدونکو او کارګرانو ساتنه ده.

خو کاناډا هم د ځوابي اقداماتو اعلان کړی دی. کارني ویلي چې د سپټمبر له اتمې به پر امریکايي توکو د امریکا د تعرفو په مساوي ارزښت ځوابي تعرفې نافذې شي.

پر اقتصاد احتمالي اغېزې

متحده ایالات د کاناډا تر ټولو مهم سوداګریز بازار دی. د رویټرز په وینا، د امریکا نوې ۵۰ سلنه تعرفې د کاناډا د هغو صادراتو شاوخوا پنځه سلنه برخه اغېزمنوي چې امریکا ته لېږل کېږي. که څه هم دا اندازه په یوازې ځان د کاناډا د اقتصاد لپاره ستر ګوزار نه ګڼل کېږي، خو د سوداګریزې شخړې اوږدېدل د فولادو، المونیمو، موټرو او لرګیو په څېر مهمو کاناډايي صنعتونو ته فشار زیاتولی شي.

د کاناډايي توکو لوړې تعرفې په امریکا کې د هغو شرکتونو لګښتونه هم زیاتولی شي چې د کاناډا پر موادو او محصولاتو متکي دي. په ورته وخت کې، د کاناډا ځوابي تعرفې کولی شي امریکايي محصولات په کاناډايي بازار کې ګران کړي او د امریکا پر صادرونکو فشار زیات کړي.

د دواړو هېوادونو اقتصادونه، په ځانګړي ډول د موټرو، انرژۍ او تولید په برخو کې، له یو بل سره ژورې اړیکې لري. له همدې امله د تعرفو اوږدمهاله شخړه کولی شي د پولې دواړو غاړو ته د تولید لګښتونه لوړ، سوداګریزې پانګونې اغېزمنې او د شرکتونو لپاره اقتصادي بې‌باوري زیاته کړي.

د ټرمپ اداره استدلال کوي چې تعرفې به شرکتونه وهڅوي چې په امریکا کې تولید او پانګونه زیاته کړي، په داسې حال کې چې کاناډايي حکومت وايي د امریکا تعرفې د کاناډا کارګران او مهم صنعتونه له اقتصادي فشار سره مخ کوي.

یوازې څو ورځې وړاندې دواړه هېوادونه یوې موافقې ته نږدې شوي وو. د احتمالي موافقې له مخې، د کاناډا پر موټرو د امریکا تعرفې له ۲۵ څخه ۱۵ سلنې ته راکمېدای شوې او د فولادو او المونیمو د تعرفو د کمولو په اړه هم خبرې روانې وې.

خو دغه خبرې د پاتې اختلافاتو له امله ناکامې شوې. د کاناډا حکومت ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د هغو صنعتونو لپاره د مرستې نوي اقدامات اعلان کړي چې د امریکا له تعرفو اغېزمن شوي دي.

تر اوسه د امریکا او کاناډا ترمنځ د نویو سوداګریزو خبرو لپاره کومه نېټه نه ده اعلان شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG