رسا: د سولې په خبرو کې به د ښځو شتون سمبولیک نه وي

Your browser doesn’t support HTML5

د اجرائیې ریاست د مطبوعاتي دفتر غړې، زرغونه رسا وایي د سولې په خبرو کې به د ښځو گډون سمبولیک نه وي ځکه د دې شورا په نوي جوړښت کې په ٥ مرستیالانو کې یوه ښځه او ٢ مشاورې شاملې دي. حبیبه سرابي هغه ښځه ده چې ولایت او وزارت مقامونو کې دنده ترسره کړې او کولای شي د ښځو د حقونو او غوښتنو څخه دفاع وکړي.